ایسنا د کرمان سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا افغان کډوال په یوه پيژو ۴۰۵ ډوله مسافروړونکي واړه موټر کې سپاره وو چې موټر یې په بل لټ واوښت او مرګژوبله یې واړوله.
د پېښې د یوه ټپي حالت هم نازک بلل شوی دی.
د دې ترافیکي پېښې لامل لا نه دی معلوم.
خو ایران کې قاچاق وړونکي اکثر افغان کډوال له یوه ښاره بل ته د انتقال پر مهال د پولیسو او چک پاینټونو له ویرې په خرابو لارو بیايي یا په لوړ سرعت تیریږي.
په دغو موټرو چې کې نهایتاً د پنځو کسانو ځای وي تر لسو – دولسو افغان کډوال ځایوي او بیا د اکثرو داسې پېښو پر مهال د مرګژوبلو شمېر هم زیات وي.
اکثر داسې هم پېښ شوي چې ایراني ځواکونو د قاچاق وړونکو په دغو موټرو باندې ډزې کړي او یو شمېر مرګونې پېښې رامنځته شوې دي.
تر ټولو لویه بېلګه د ۲۰۲۰ کال د جون د میاشتې وه چېرته چې د ایران په یزد ښار کې ایراني ځواکونو د افغان کډوالو په یوه موټر باندې ډزې کړې وې او له امله یې موټر اور واخیست.
په هغه پېښه کې درې افغانان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. د ټپیانو د شور او چیغو ویډیوګانې په خواله رسنیو ډېرې منعکسې شوې چې پکې یو ټپي او سوځېدلی افغان له درده چیغې وهي او اوبه غواړي.