څه باندې دوو لکو کسانو په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.
که څه هم د نړۍ مشرانو د سینټ پیټرز په څلورلارې کې د پاپ د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، خو هغه د واتیکان ښار په یوه بله برخه کې د مهاجرینو او بندیانو د یوې ډلې په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.
پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
هغه د لاتینې امریکا څخه د کاتولیک عیسویانو لومړنی مشر و.
خورخه ماریو برګولیو، چې په ارجنټاین کې زیږیدلی، په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ مقام ته ورسېد.
د کاتولیک عیسویانو ستر دیني مشر او لارښود خورخه ماریو بېرګولیو، چې ځان ته یې د فرانسېس نوم غوره کړی وو، له اوږدې مودې راهیسې د برېښ (نمونیا) په رنځ اخته وو او په تېرو څو میاشتو کې تر اوږدې مودې په روغتون کې بستر وو.
هغه د رومن کاتولیک کلیسا ۲۶۶م مشر وو. هغه داراز، د امریکا له لویې وچې، د عیسا د ټولنې او په څه باندې ۱،۰۰۰ کلونو کې له اروپا څخه بهر زېږېدلی لومړی لوړپوړی پادري (ملا) وو چې د کاتولیک مشري یې ترسره کړه.
د فرانسېس خپل نوم خورخه ماریو بېرګولیو وو او د ارجنټینا په بیونس ایرس کې په اېټالیایۍ مهاجره کورنۍ کې زېږېدلی وو.
بېرګولیو څنګه 'پاپ فرانسېس' شو؟
فرانسېس په ۱۹۶۹ز کال کې پادري وټاکل شو او له ۱۹۷۳ز څخه تر ۱۹۷۹ز کال پورې په ارجنټاین کې د عیسویانو د ټولنې سیمه ییز دیني مشر وو.
هغه په ۱۹۹۸ز کال کې د بیونس ایرېس ستر پادري شو. درې کاله وروسته د هغه وخت پاپ جان پال دویم د خورخه ماریو بېرګولیو د رتبې په لوړولو د لویو پادریانو د ټولي (کالج اف کارډېنلز) برخه کړ.
بېرګولیو په ۲۰۱۳ز کال کې د پاپ بېنېډېکټ ۱۶م تر استعفا وروسته د کاتولیکانو مشر شو او ځان ته یې د اېټالیا په اسیسي کې د ۱۳مې پېړۍ د صوفي او شاعر فرانسېس نوم غوره کړ. دا نوم تواضع او د بې وزلو ملاتړ ته د هغه ژمنتیا څرګندوي.
فرانسېس داراز په نړۍ کې د جګړو، بې عدالتیو او ناخوالو پر وړاندې غږ پورته کاوه او له ځپل شویو او زیانګالو خلکو سره یې پر مرستو ټینګار کاوه.
نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په پسرلي کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی وو چې د افغانستان په مختلفو برخو کې دې په سېلابونو کې د وژل شویو له کورنیو او له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي.
هغه په تېرو کلونو کې څو ځلې په اوکراین کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.
پاپ فرانسېس د ۲۰۲۵ز کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې د پراخ یرغل درې کلونو پوره کېدو په مناسبت د خپلې وینا متن خپور کړی وو چې پکې ویلي ول چې پر هغه هېواد د مسکو حمله "د ټول انسانیت لپاره له درد او شرمه ډکه" ورځ وه.
هغه په خپله وینا کې "له اوکراینیو شهیدانو سره د یووالي" څرګندونه وکړه.
فرانسېس په ۲۰۲۵ز کال کې د "هیلې یا امېد" په نوم خپل ژوندلیک خپور کړ چې پکې یې پر خپل ژوند او د پادري په توګه د ماموریت په اړه بحث کړی دی.
پاپ فرانسېس د خپل عمر په وروستیو کلونو کې له یو لړ روغتیايي ستونزو سره مخامخ شو.
په ۲۰۲۱ز کال کې د هغه د لویې کولمې دېوال پړسوب او سوزش پیدا کړ او ډاکترانو یې جراحي وکړه. تر دې دوه کاله وروسته هغه هرنیا {چوره} شو نو ډاکترانو یې د نس جراحي وکړه.
پاپ فرانسېس داراز له کلونو راهیسې د زنګانه او ملا درد درلود او اکثر به په ویلچېر کې ګرځېده.
پر دې ټولو ناروغیو سربېره نوموړي خپل کار ته دوام ورکړ او نړیوال سفرونه یې هم وکړل.