۲۲ کلنه شریفه وايي د نهو میاشتنو امیندواره ده خو نه درمل لري او نه ډاکتر.
هغه د اپرېل په ۱۴مه له خپلې کورنۍ سره د پاکستان له اسلام اباد ښاره په جبري ډول افغانستان ته ستنه کړل شوې او اوس د کابل په کارته نو سیمه کې د کډوالو په یو پنډغالي کې اوسېږي.
شریفې ازادي راډیو ته وویل چې د څلورو ماشومانو مور ده او پنځم هغه یې د نهو میاشتو په نس دی، خو وایي په خیمو کې د ژوند سختې ورځې شپې تېروي او هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته یې لاسرسی نشته:
«زما پیدایش همغلته شوی او هلته لویه شوی یم، دلته چې راغلي یو نه کور لرو او نه هېڅ، خیمه کې خو ژوند نه کېږي، کورنۍ کې مو نورې امېندواره ښځې هم شته، خو دلته نه ډاکتر او نه درملو ته لاسرسی لرو، موږ ته چې خواړه پیدا شي ډېره ده، د نهو میاشتو امېندواره یم، موږ خپله پیسې نه لرو چې ډاکترې ته لاړه شم، دې وخت کې باید څوک ډاکترې ته ولاړه شي، درملو ته مې اړتیا ده، پښې او لاسونه مې خوږېږي.»
په تورخم کې د کډوالو په کمپ کې ۱۸ کلنه لیلا بیا چې همدا تېره اوونۍ د پاکستان له خیبر پښتونخواه ایالته راستنه کړل شوې شکایت کوي چې د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ وي.
دې هم ازادي راډیو سره خبرو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت وکړ:
«دلته (افغانستان) کې کور نه لرو، موږ چې راغلي یو خیمه کې اوسېږو، دلته نور سهولت شته خو ښځینه ډاکترانې یا قابله ګانې مو تر اوسه نه دي لیدلي، نه پوهېږم چې (ښځې خپلې ستونزې) څنګه حل کړي، موږ غواړو چې دلته موږ ته ښځینه ډاکترانې راوستوي.»
ځینې روغتیاپالان په ځانکړي ډول د نسایي ولادي ناروغیو متخصصینې د ښځو لپاره امېندواري او د نجونو میاشتنی عادت یوه مهمه او حساسه دوره بولي او ټینګار کوي چې که دې وخت کې دوی لازمو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري له خطرناکو ناروغیو سره مخ او ان د مور او ماشوم د مړینې لامل کېدای شي.
له دې ډلې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل:
«د امېندواره مور په تړاو مونږ باید د هغې د راتلونکي په اړه ډېر مشکوک و اوسو، دا په دې معنا چې هغه چې اوس هر حالت زغمي دا یې د ماشوم له رشده نیولې تر روح او روان منفي اغېزه پرې لري، همدارنګه هغه نجونې چې میاشتنی عادت وي که یې د حفظ الصحې لپاره مناسب ځای نه وي، دوی بېلابېلو ستونزې لکه تناسلي خطرناکه ناروغۍ او د تخمدان اوږد مهاله ستونزې ورته پیدا کېږي، حتا د دوی د اوږد مهالۍ خونریزي لامل کېږي، بل د مور او ماشوم د وینې د کمښت سبب هم کېږې چې ان د مور او ماشوم د مړینې لامل ګرځي.»
د کډوالو په پنډغالو او خیمو کې مو د افغان راستنو کړل شویو ښځو او نجونو شکایتونه او د دوی روغتیایی ستونزو موضوع د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له ویاند شرافت زمان سره شریکه کړه خو نوموړي د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري «یو ان اچ سي ار» هم د اپرېل په ۲۵مه ویلي وو چې له پاکستانه راستنې شوې افغان ښځې او نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
«یو ان اچ سي ار» د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړې وه چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه له یو لک او ۲۰ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.
پاکستان د مارچ له ۳۱مې نېټې راهیسې د افغان بې اسنادو او «اې سي سي» افغان یا افغان تابعیت کارتونو درلودونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پېل کړې ده.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د روغتیايي ستونزو او د ښځینه ډاکټرانو، قابله ګانو او نرسانو د کمښت موضوع د بېرته راستنېدونکو کډوالو له پنډغالو ها خوا هم په پراخه کچه مطرح ده.
مخکې د افغانستان له ډیری ولایتونو په ځانګړي ډول له لرې پرتو سیمو هم په دې اړه شکایتونه شوي دي.