د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۸

ځوانان وايي د بیوزلیو له لاسه له پسرلنیو نندارو او سفرونو پاتې دي


AFGHANISTAN TALIBAN BAN WOMEN IN PARK
AFGHANISTAN TALIBAN BAN WOMEN IN PARK

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ځوانان وایي، سره له دې چې د پسرلي موسم دی او د هېواد اکثره سیمې شنې او مېله ځایونه زرغون شوي خو رواني اقتصادي ستونزې یې د مېلو او منظرو مخه نیسي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل که څه خپل کورونو ته نږدې سیمو ته په مېلو او منظرو تللي خو هغه ارمان یی لا په ځای پاتې چې په خبره یې د خپل هېواد بېلابېلو ولایتونو ته ولاړ شي، ځکه د دوی په خبره اقتصادي وسه او د مصارفو توان یې نه لري.

د اروزګان ولایت اوسېدونکی شفیع الله ارزومل وایي سره له دې چې د پسرلي موسم دی او د افغانستان اکثریته سیمې او ولایتونه شنه او طبیعي ښکلاوې یې خپلې کړي، خو په ټکو یې په هېواد کې روان اقتصادي حالات او د ځوانانو بې کاریو ترې د مېلو او منظرو شوق اخیستی دی.

ده ازادي راډیو ته زیاته کړه:

«واقعا چې زموږ د هېواد ډېرې سیمې اوس ښکلې او شنې شوي، ځینې خلک پر مېلو ځي، موږ هم داسې لنډو او نږدې ځایونو ته کله کله ځو خو لرې لکه شمالي ولایتونو، پنجشېر ختیځ نورستان او ننګرهار کې ډرونټې (مېله ځای) ته نه شو تللی ځکه اقتصادي ستونزې مو ډېرې دي، واقعا ارمان یې هم لرو چې هغه ځایونه وګورو خو هلته د تګ مصارف ډېر دي.»

ختیځ ننګرهار ولایت کې هم ځینې ځوانان ورته اندېښنه ښي.

ګلغونډۍ تفریحي سیمه
ګلغونډۍ تفریحي سیمه

د دې ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي الفت الله محب زي ازادي راډیو ته وویل:

«ځینو مېلو ته ځو خو د تېر په شان چې خلک به امیر شاهي پارک، درونټې ته تلل مخکې خو د خلکو وسه کېده، هوټلونه فعال دي خو هغسې چې مخکې کلونو کې به د خلکو رش وو اوس هغسې نه شته ځکه هلته کرایه لګېږي، فقر زیات دی، خلک بې کاره دي او د خلکو اقتصادي وضع خرابه ده.»

د دې ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي رسول خان هم ازادي راډیو ته وویل:

«دلته د هر چا اقتصاد کمروزی دی، خو که چا سره پیسې وي هر څوک غواړي چې مېلې ته ولاړ شي، خپلې کورنۍ بوځي، ماشومان،ځوانان ملګري بیایي،چا چې واده کړی وي خپلې مېرمنې بوځي،د لعلپورې ولسوالۍ ډېر ښه کبان دي، موږ ورته جال برابرو او له سینده یې خپله راباسو بیا یې پخوو، خو که د چا اقتصاد ښه وي خپله کورنۍ ته چکر وکولای شي.»

خو ځینې کابل مېشتې ځوانان او نجونې بیا وایي چې د طالبانو د حکومت لخوا خصوصا پر ښاري خلکو او ښځو بېلابېلو ټولنیزو محدودیتونو له امله میله ځایونو ته نه شي تللی.

د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم واخیستي شي، او د کندهار ولایت اوسېدونکې پښتنې ازادي راډیو ته وویل:

«دلته کابل کې خلک له زښته زیاتو ستونزو سره مخ دي، دوی (طالبان) خلک له خپلو کورنیو سره بېرون تګ ته نه پرېږدي نو له دې امله ښایي لرې ځایونه څوک لاړ شي.»

«اوس خو د پخوا په پرتله ښځې ډېر محدودې شوې دي، مېله ځایونو ته تللی نه شي، حتا کله چې یوه ښځه کلینیک یا ډاکتر هم ځي باید حتما یو نارینه محرم ورسره وي، نو د پخوا په پرتله اوس پر ښځو ډېر بندیزونه لګېدلي دي.»

دا په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې په ټولو عمومي مېله ځایونو، پارکونو او سیمو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دا ځوانان داسې وخت د کمزوي اقتصاد او د لوړې کچې بې کاریو شکایتونه کوي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو هم ورته اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي سم نیمایي افغانان دوامدارو بشري مرستو ته اړمن دي.

ارواپوهان تفریح او مېلې د افغانستان په شان بې وزلۍ او جګړو ځپلي هېوادونو وګړو خورا مهمه بولي او پسرلی بیا د دې مېلمو او منظرو لپاره تر ټولو ښه فرصت ځکه کېدای شي چې طبیعت د ښکلاګانو رنګ اخلي او ډېری سیمې، دښتې، غونډۍ او باغونه زرغون او ګلزار کېږي.

XS
SM
MD
LG