د کلمبیا د ناحیې قاضي رویس لمبرت چهارشنبه ناوخته د متحده ایالتونو د نړیوالو رسنیو د ادارې USAGM په وړاندې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د لنډمهاله بندیز د لرې کېدو وروستۍ غوښتنه منلې.
محکمې د امریکا د نړیوالو رسنیو اداره له خوا د ازادې اروپا/ازادي راډیو د بودیجې نه سپارنه خپلسري او مغرضانه بللې.
قاضي لمبرت ویلي چې د نړیوالو رسنیو د ادارې کړنې د ازادې اروپا/ازادي راډیو فعالیت ته ګواښ پېښ کړی.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشر سیټفن کپوس ویلي هیله من دی چې ژر د اپرېل ځنډېدلې پيسې ترلاسه کړي ځکه دوی اړ شول چې ګڼ خبریالان فورلو یا یوه برخه معاش سره په کور کینوي.
هغه ویلي هره ورځ چې د نړیوالو رسنیو اداره د ازادي راډيو پيسې ځنډوي د دې راډیو خبریالان په خطر کې اچوي مشمول د هغو څلورو خبریالانو چې دمګړۍ څو هېوادونو کې بندیان دي.
ښاغلي کپوس ویلي په محکمه کې خپله دعوه مخته وړي او د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې یو اس اې جي ام سره کار ته دوام ورکوي څو ډاډ ترلاسه شي چې د روان مالي کال پاتې بودیجه ورسپارل کېږي.
د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې د مارچ په ۱۴مه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرايي فرمان په اساس د ازادې اروپا/ازادي راډیو په شمول تر خپل چتر لاندې څو رسنۍ وځنډولې.
دغو رسنیو د امریکا د یادې اجنسۍ په وړاندې دعواوې کړي چې ځینې یې لا په محکمو کې دي.
د ازادې اروپا راډیو/راډیو د بیلاروس، اوکراین، ایران، افغانستان او روسیې په ګډون په ګڼ شمېر هیوادونو کې نږدې ۵۰ میلیونه خلکو ته نشرات لري او هڅه یې دا ده چې په دغو ۲۳ هیوادونو کې په ۲۷ ژبو خپلواک او بې طرفه خبرونه او معلومات وړاندې کړي.
په اکثرو دغو هېوادونو کې د بیان په ازادۍ او خپلواکو رسنیو پراخ محدودیتونه لګول شوي یا یې مخه نیول شوې ده.
د رسنیو د حقونو مدافعینو د USAGM له خوا د دې او څو رسنیو د ځنډولو اقدام "ظالمانه" بللی دی، او ویلي یې دي چې دا په ټوله نړۍ کې د استبدادي رژیمونو لپاره بریا ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې خبرداری ورکړی چې دا اقدام ګڼ خبریالان چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو هم پکې شاملیږي په خطر کې اچوي.