خبرونه
امریکا او اوکراین یوه مهمه اقتصادي موافقه لاسلیک کړه

د امریکا او اوکراین حکومتونو د چهارشنبې په ورځ یوه اقتصادي موافقه اعلان کړه.
دا موافقه وروسته له هغه لاسلیک شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اوونۍ پرلهپسې فشار راووړ چې اوکراین دې د هغو میلیارډونو ډالرو پوځي او مالي مرستو تاوان ورکړي چې واشنګټن د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین د دفاع لپاره برابرې کړي دي.
یوې اوکراینۍ چارواکې د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغې د حکومت په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړی چې د (د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق) رامنځته کوي. د دې تړون هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې یو مناسب چاپېریال رامنځته شي.
د اوکراین د صدراعظم لومړۍ مرستیالې یولیا سویریدینکو پر ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«موږ له متحدو ایالتونو سره یو ځای یو صندوق جوړوو چې نړیوالې پانګې زموږ هېواد ته جذب کړي.»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحد، ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ.
ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.
د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارشوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.
د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز دغه ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د دې اقدام دلیل یې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.
ویل شوي چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.
سلګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوې

د کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر په دوام کې سلګونه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې ۸۴۱ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي، چې له دې ډلې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې،۲۵۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۰۵کورنۍ د نیمروز د ورېښم پل له لارې، ۸ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې، ۱۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې، او ۱۸۳ کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستانې شوې دي.
په راپور کې زیاته شوې چې یادو کورنیو ته د طالبانو له لوري مرستې هم ورکړل شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ هم ۹۵۵ کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته راستنې شوې وې.
ملګرو ملتونو ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بېرته ستنېدونکو ته سرپناه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې یوازې په تېر اپریل میاشت کې، له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید یو تن وژلی او ۱۴ نور یې تپیان کړي دي

د اوکراین یو سیمه ایز چارواکی وايي تېره شپه ناوخته پر ختیځ زاپوریژیا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې یو تن وژل شوی او لږترلږه ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د دې سیمې والي ایوان فیدوروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې روسي ځواکونو پر زاپوریژیا لږترلږه لس حملې کړې دي. د هغه په وینا په دې حملو کې شخصي کورونه، د استوګنې بلاکونه، تعلیمي مرکزونه او عامه تاسیسات په نښه شوي دي.
په هغو تصاویرو کې چې آنلاین خپاره شوي دي د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اور لمبې لیدل کېږي.
روسیې له دې مخکې هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکراین پر ګڼو سیمو حملې کړې وې. د غويي په لسمه د دې حملو په ترڅ کې په اودیسې ښار کې لږتر لږه دوه کسان ووژل شول.
یو ایرانی چارواکی وايي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو ځنډېدلی دی

یوه جګپوړي ایراني چارواکي پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو څلورم پړاو چې په پام کې وه د راروانې اونۍ د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي، ځنډېدلی دی.
دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي دي چې د دې خبرو نوې نېټه په متحدوایالتونو پورې اړه لري. هغه همداراز ویلي دي چې پر ایران د امریکا بندیزونه د اټومي خبرو له پرمختګ سره مرسته نه کوي.
عمان چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخکینیو خبرو منځګړتوب کړی دی پرون وویل، د اټومي خبرو بل پړاو چې د غويي په ۱۳مه نېټه په پام کې و، په لوژستیکي دلایلو ځنډېدلی دی، خو نوی پلان به ورته جوړ شي.
په عین حال کې یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا هېڅکله په روم کې د خبرو په څلورم پړاو کې خپل ګډون نه دی تایید کړی. دا سرچینه زیاتوي چې د دې مذاکراتو د بل پړاو وخت او ځای تراوسه نه دی تایید شوی خو تمه ده چې په نژدې راتلونکي کې به ترسره شي.
د کابل- جلال آباد لویه لاره د غره د ښویېدو له کبله د ترافیکو پرمخ بنده شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د غره د ښویېدو او د کوچنیو او لویو ګړنګونو د رالوېدو له کبله د کابل- جلال آباد لویه لاره پرون (د غويي یا ثور په ۱۱مه) یوځل بیاد ترافیک پرمخ بنده شوه.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د کابل جلال آباد پر لویه لاره په تنګي غاړو سیمه کې د غره د ښویېدو پېښه بیا بیا تکرار شوه.
نوموړی زیاتوي چې که څه هم پرون سهار له اصلي سړک څخه تیږې لېرې شوې خو مازیګر مهال بیا غر راوښویېد او لویې او کوچنۍ تیږې راولوېدې او په نتیجه کې یې لاره بنده شوه.
د ښاغلي حقشناس په وینا اوس مهال له فرعي لارې له دواړو خواوو څخه تګ راتګ روان دی. د طالبانو دې چارواکي له موټرچلوونکو غوښتي دي چې له فرعي لارې د تېرېدو پرمهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین رعایت کړي.
د کابل جلال آباد لویه لاره د خلکو د تګ راتګ مهمه لاره ده چې پلازمېنه کابل د هېواد له ختیځو ولایتونو او د تورخم له لارې له پاکستان سره نښلوي.
د WHO مشر وايي، د بسپنو کمښت روغتیايي سکتور له تاریخي ننګونو سره مخامخ کړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وايي، له روغتیايي سکتور سره بسپنې له تاریخي ننګونو سره مخامخ دي ځکه مرستندویو هېوادونو خپلې بسپنې کمې کړې دي.
تیدروس ادهانوم ګیبرییسوس نن (د مې په لومړۍ نېټه) په ژنیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO په مقر کې خبریالانو ته وویل، موږ د روغتیا په برخه کې د مالي مرستو له لوی کمښت سره مخامخ یو.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپله بودیجه کې د مالي ستونزو خبر وروسته له هغه ورکړ چې متحدو ایالتونو له دې سازمان سره د مرستندویانو له ډلې د وتلو اعلان وکړ او همداراز نورو هېوادونو په پرمختیايي برخو کې د مرستو د کمښت خبر ورکړ.
ولسمشر ډونالډټرمپ د روان کال په جنوري میاشت کې د خپلې لوړې په وینا کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې د م. م دا اړونده اداره د کووید ۱۹ د وبا او نورو روغتیايي بحرانونو په اداره کولو کې پاتې راغله. امریکا د WHO تر ټولو لوی مرستندوی هېواد و، او د دې سازمان په سلو کې ۱۸ بسپنه یې ورکوله.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل چې د مرستو دا کمی به په ټوله نړۍ کې د خلکو پر روغتیايي وضعیت ډېر ناوړه اغیز وکړي.
ریچارډ بینیټ په غور ولایت کې د یوې ځوانۍ نجلۍ د ځان وژنې د پېښې په اړه د حساب کتاب غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي په غور ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ پر ځان وژنې خواشیني څرګنده کړې ده.
ریچارد بینیټ نن (د غويي ۱۱مه) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې پېښې په اړه چې د شویو ادعاوو له مخې علت یې له یوه طالب سرتیري سره د دې نجلۍ جبري واده بلل شوی دی د حساب کتاب غوښتنه وکړه، خو د ښاغلي بینیټ په بیان کې د دې ادعاوو یادونه نه ده شوې.
بینیټ ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس سیستماتیک ځپونکي اقدامات، د رواني روغتیا په برخه کې د ملاتړ اړتیا په ډاګه کوي.
مخکې یوشمېر رسنیو راپور ورکړی و، چې د عابدې په نوم د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې، وروسته له دې چې د طالبانو له یوه غړي سره واده ته اړه شوه، ځان ته اور واچاوه.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې ځوانې نجلۍ مړینه د کورني تاوتریخوالي نتیجه بللې ده. د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې، په تېره بیا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ښځو سره د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
امیرخان متقي او د قطر دوو وزیرانو له افغانستان سره د بشري مرستو او نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له افغانانو سره د بشري مرستو او په عملي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه د قطر له دوو ښځینه وزیرانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (د غويي ۱۱) پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې مریم بنت علي بن ناصر آل مسند او د دې هېواد د لوړو زده کړو له وزیرې لولْوَه الخاطر سره د ښاغلي متقي د کتنې خبر ورکړی دی.
ښاغلي بلخي ویلي دي چې متقي په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتونونو د رغونې ترڅنګ له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې هم مهمې بللې دي.
ښاغلی متقي د دوه اړخیزو اړیکو او ځینو نورو مسایلو په اړه د بحث لپاره په روانه اونۍ کې د یوه پلاوي په سر کې قطر ته ولاړ.
د نړۍ هېڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو قطر له څو د ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل کوي او طالب ډيپلوماتان یې منلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د بې کیفیته خوړو د واردولو ادعا تایید کړه

د خوړو نړیوال پروګرام WFP د طالبانو د روغتیا وزارت هغه ادعا تایید کړه چې ویلي یې و، د ملګروملتونو دې ادارې د خپلو مرستو په ترڅ کې افغانستان ته بې کیفیته مقوي خواړه وارد کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي تور لګولی و، چې WFP ۶۷۵۰ متریک ټنه خواړه چې د استفادې نه وو، افغانستان ته راوړي دي.
د WFP د افغانستان د څانګې د عامه اړیکو مسوول فیلیپ کروپ Philippe Kropf آزادۍ راډیو ته وویل چې د دې ادعا له اورېدو سره سم دې ادارې د دې خوړو پر وېش سمدستي بندیز ولګاوه او پرځای یې نور خواړه برابر کړل.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د دې مسئلې په اړه یې تحقیقات پیل کړي او یادونه یې کړې چې دا بې کیفیته خواړه پر خلکو نه دي ویشل شوي.
پر اوکراین د روسیې تازه حملو مرګ ژوبله اړولې ده

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تازه حملو دوه کسان وژلي دي.
اوکرایني چارواکي وايي د روسیې پوځ نن د اوکراین په ځینو سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې په اودیسې ښار کې لږترلږه دوه تنه ووژل شول. د چارواکو په وینا د دې حملو پرمهال چې تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړ د اوکراین په یوولسو سیمو کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د اودیسې والي اولیه کیپر پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په دې حملو کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.