د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۹

د بښنې نړیوال سازمان وايي پر افغان ښځو نور سخت محدودیتونه هم لګېدلي


د طالبانو عسکر - افغان ښځې
د طالبانو عسکر - افغان ښځې

د بښنې نړیوال سازمان د راپور په خپرېدو سره، د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو د حقونو د مخ پر زیاتېدونکي نقض په وړاندې جدي او غوڅ دریځ ونیسي. امنېستي انټرنشنل په خپل کلني راپور کې، چې پرون خپور شوی، ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر عامه حضور نور سخت محدودیتونه هم لګولي دي.

امنېستي انټرنشنل زیاتوي چې د جنسیتي برابري او هویت پر وړاندې د بریدونو په زیاتېدو سره، د ډېرو ښځو، نجونو او جنسیت بدلو راتلونکی په افغانستان کې ډېره تیاره ښکاري.

د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانې دغه راپور د افغان ښځو د ورځني ژوند ریښتینی انځور بولي او ټینګار کوي چې نړیوال بنسټونه باید یوازې په راپور ورکولو بسنه ونه‌کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

له دې ډلې فاطمې اعتمادي ازادي راډیو ته وویل:

«موږ د افغانستان ښځې د بخښنې له نړیوال سازمان، د هاګ له نړیوالې محکمې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نورو سازمانونو غواړو چې په ریښتیني او ماناداره ډول د افغان ښځو دردونه او ستونزې درک کړي، او په ریښتیني ډول سره یې تر څنګ ودرېږي، نه دا چې یوازې په یوه اعلامیه بسنه وکړي.»

بله افغان فعالې رودابې فروتن هم ازادي راډیو سره په خبرو کې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د عملي اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ ویې ویل:

«د ښځو په محوریت د یو خپلواک نړیوال حقیقت موندونکی کمیسیون جوړول، کولی شي د حقوقي دوسیو د مستند کولو او د هغو کسانو د تعقیب لپاره د فشار راوړلو په برخه کې ډېر اغېزناک وي، چې پر افغان ولس، په ځانګړي ډول پر ښځو، سخت قوانین پلي کوي.»

په تېرو درې نیمو کلونو کې، نړیوالې ټولنې د بشري مرستو، د غیر رسمي ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ، او د ښځو د حقونو د ملاتړو ادارو له لارې هڅه کړې چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي؛ خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دې باور دي چې دغه اقدامات ډیری له افغانستان بهر ترسره شوي او په هیواد کې دننه یې د ښځو د عامه ژوند له سیستماتیک حذف څخه د مخنیوي لپاره کوم اغېزناک بدلون نه دی راوستی.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي، خو دوی د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې بیا واک ته ورسېدل پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه لګولي دي.

په دغه محدودیتونه کې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړه ، په ډېرو دولتي او ټولو نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار، د دوی په سینګارځایونو، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي لوبغالو ته یې په تګ بندبرونه شامل دي.

دغه شان دوی له محرم پرته سفر نه شي کولای او حجاب هم پرې اجباري شوی دی.

دا محدودیتونه په کور دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو په چلند او پریکړو کې کوم بدلون نه دی راغلی، او د یو شمېر نړیوالو راپورونو له مخې، دا محدودیتونه ورځ تر بلې سخت شوي دي.

XS
SM
MD
LG