د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۴

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پر هند او پاکستان غږ کړی چې وروستی کړکیچ په سوله ایز ډول اوار کړي


سرینګر د اپریل ۲۹مه- د هندي کشمیر ملېشه ځواکونه د ګزمې پرمهال
سرینګر د اپریل ۲۹مه- د هندي کشمیر ملېشه ځواکونه د ګزمې پرمهال

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو له هندي او پاکستاني چارواکو سره په ټلفوني خبرو کې هغوی وهڅول چې په کشمیر کې د تېرې اونۍ له حملې وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله ایز ډول حل کړي.

هند، اسلام آباد د کشمیر د پهلګام سیمې د برید په ملاتړ تورن کړی دی او ژمنه یې کړې چې له پاکستان څخه به خپل غچ اخلي. پاکستان دا تور رد کړی دی. په دې برید کې ۲۶ سیلانیان چې اکثر هندوان وو، ووژل شول.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې تېمي بروس وویل چې روبیو پرون (د اپریل ۳۰مه) د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر سره خبرې وکړې.

هند د کشمیر د برید د ملاتړ تور پر اسلام آباد لګولی او وايي خپل غچ به واخلي.

د هغې په وینا روبیو له جېشنکر سره په خبرو کې د دې کسانو پر وژنه خپګان څرګند کړ. روبیو جېشنکر ته دا ډاډ هم ورکړ چې متحدایالات د تروریزم پرضد په مبارزه کې د هند ملاتړ کوي.

جېشنکر هم وویل چې د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر سره په ټلفوني خبرو کې یې د پهلګام د پېښې په اړه خبرې کړي او زیاته یې کړه چې د دې برید تنظیموونکي، ملاتړ کوونکي او پلان جوړوونکي باید عدالت ته راکاږل شي.

د پاکستان حکومت هم په یوه بیان کې ویلي دي چې ښاغلي روبیو تېر ماښام له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې نوې ډېلي او اسلام آباد باید په جنوبي آسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ وویل چې هند پر پاکستان د برید پلان لري.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ وویل چې هند پر پاکستان د برید پلان لري.
یوه پاکستاني وزیر ویلي چې هند غواړي په نژدې ورځو کې پر دې هېواد برید وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې شهباز شریف د هند له خوا پر پاکستان لګیدلي تورونه رد کړل او له متحدوایالتونو څخه یې وغوښتل چې پر نوې ډیلي فشار راوړي څو لفظي حملې بندې کړي او مسوولانه چلند وکړي.

د دې کړکېچ له پیلېدو وروسته هند او پاکستان د یو- بل ډیپلوماتانو او وګړو ته د وتلو امر کړی، دواړو خپل سرحدونه او هوايي قلمروونه د یوبل پرمخ بند کړي او همداراز نوې ډيلې له پاکستان سره د اوبو د شراکت یو ډېر مهم تړون هم ځنډولی دی.

د کشمیر د پهلګام حملې په هند کې د خلکو سخته غوسه وپاروله او صدراعظم نریندرمودي ژمنه وکړه چې د دې برید عاملان به د نړۍ ترپایه تعقیب کړي.

د پاکستان د کابینې یوه غړي په وروستیو کې وویل چې پاکستان کره استخباراتي معلومات لري چې هند په څو ورځو کې پر دې هېواد د برید پلان لري.

په تېرو شپږو ورځو کې په ګډ سرحد کې د دواړو خواوو د سرتېرو ترمنځ نښتې هم وشوې چې دواړو لورو یې د پیل پړه پر یوبل اچولې او په دې توګه دا کړکېچ هومره لوی شوی دی چې ساری یې په تېرو څو کلونو کې نه دی لیدل شوی.

XS
SM
MD
LG