یونما دا خبره د پنجشنبې په ورځ د مې په لومړۍ نېټه په خپل تازه خپاره شوی راپور کې کړې چې د روان میلادي کال د جنوري او مارچ مياشتو ترمنځ موده رانغاړي.
په راپور کې راغلي چې د مارچ په ۲۰ مه د نوي تعلیمي کال له پیل سره له شپږم ټولګي پورته نجونې د څلور کال لپاره له زده کړو محرومې شوي، او تر اوسه د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستو په اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوی.
په راپور کې د ښځو پر کار د بندیز د دوام موضوع ته په اشارې راغلي، چې په سرپل ولایت کې طالبانو له قانوني حکم یا له مخکني خبرداري پرته کورونه پلټلي او د هغو ښځو د سینګار وسایل یې ویجاړ کړي چې په خپلو کورونو کې یې د ښکلا سالونونه جوړ کړي وو.
یوناما وايي چې د افغان ښځو حقونه په بېلابېلو برخو کې تر پښو لاندې شوي دي.
یوناما دغه شان ویلي چې په څو ولایتونو کې هغو راډیو سټېشنونو ته چې د ښځو له خوا اداره کېږي، ویل شوي چې یوازې هغه وخت فعالیت کولای شئ چې رسمي جواز مو د یوه نارینه په نوم ثبت شوی وي.
یوناما په خپل راپور کې دغه شان د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او په ازادانه ډول د ښځو په تګ راتګ د محدودیت په تړاو د نړیوالې جزایي محکمې پرېکړې ته هم اشاره کړې چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم یې ورکړی دی.
دغه شان راپور کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو تر څنګ، د ولسي خلکو زیانمنېدو، د سرحدي نښتو، بدني سزاګانو، خپلسرو نیونو، شکنجې او د پرځېدلي جمهوري نظام له غړو سره د ناوړه چلند، د بیان او رسنیو پر ازادۍ محدودیتونو، د لږکیو د حقونو نقض، او د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابوالی موضوعاتو ته هم اشاره شوې ده.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو یو شمیر فعالان دا راپور د اندیښنې وړ بولي او وايي چې دا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض دوام ښيي.
په راپور کې د تېر حکومت د پوځي ځواکونو له غړو سره د ناسم چلند یادونه هم شوې.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "البته د یوناما راپور ورکول مهم دي، خو کافي نه دي ځکه چې ټولې قضیې پکې نه منعکس کیږي. دوی د راپور ورکولو په برخه کې خپل محدودیتونه لري ځکه چې دوی په افغانستان کې فعاله دي. په هرصورت، د یوناما راپور ورکول او اسناد ورکول مهم دي ځکه چې دا د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو سره د بحثونو او عدالت غوښتنې لپاره د مستندې منبع په توګه کارول کیدای شي."
وموغوښتل چې د یوناما د راپور په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د دوی ویاند ذبیحالله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه ولګول، دوی یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راوګرځولې، په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې له کار کولو منع کړې، په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او ورزشي ګډون یې هم محدودیتونه ولګول، ویې ویل چې له محرم پرته سفر نشي کولای او حجاب یې هم پرې اجباري کړ۰
که څه هم طالبان وايي چې د ټولو افغانانو، په ځانګړېي ډول د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو دا ادعا افغان ښځو او نړیوالو ته د منلو نه ده.