د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

یو شمېر افغان سوداګر وايي، اوس هم تر واهګه د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د پاکستان حکومت له دې اعلان سره سره چې هغه افغان ترانزیتي موټرو ته کوم چې هند ته افغان توکي لېږدوي په واګه بندر د تېرېدو اجازه ورکوي، یو شمیر افغان سوداګر وايي، د دوی موټرو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې.

یو افغان سوداګر حبیب الرحمن رحماني وايي:
"درې، څلور رقمه توکي دي، ممیز دي، تور ممیز دي، ځنغوزي دي. تقریبا زموږ لس، دوولس موټر دي."

ده د مې په دوهمه ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان حکومت له اعلان سره سره تر اوسه افغان موټرو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په واګه بندر واوړي:

" تر اوسه یو موټر هم نه دی تللی، د پاکستان حکومت له خوا خو ویل شوي چې زموږ له خوا لار خلاصه ده خو د هندوستان حکومت تر اوسه په دې اړه هیڅ هم نه دي ویلي، چې دا حقیقت لري."

دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې د پاکستان حکومت د اپریل په دېرشمه اعلان وکړ چې هغه افغان ترانزیتي موټرو ته کوم چې هند ته افغان توکي لېږدوي په واګه بندر د تېرېدو اجازه ورکوي.

په هغه مکتوب کې چې د ننګرهار په سوداګرۍ او صنایعو خونه کې یوې سرچینې ازادي راډیو سره شریک کړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي، دا هغه موټر دي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له ۲۵ مخکې د پاکستان خاورې ته دننه شوي دي او شمیر یې تر ۱۵۰ رسېږي.

په مکتوب کې دا هم ویل شوي چې دوی دا کار په پاکستان کې د طالبانو حکومت د سفارت په غوښتنه کوي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هیواد د ملي امنیت کميټې یوه اونۍ مخکې د تیرې پنجشنبې د ورځې په غوڼده کې د هند د اقداماتو په غبرګون د پاکستان د فضا له لارې د هند د ټولو پروازونو د بندولو تر څنګ د واګه بندر د بندولو خبره هم وکړه.

یادې کميټې ویلي و چې د اوبو له تړونه د پاکستان بې برخې کول به یو جنګي اقدام وګنل شي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان پر وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د ایندس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.

د سند یا ایندس د اوبو تړون هغه تاریخي موافقه ده چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب د هند او پاکستان تر منځ وشوه او پر بنسټ یې پاکستان ته د اندس د سیندونو د اوبو پر بهیر ټینګار کوي.

د اپریل په ۲۲ مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام برید کې چې د لشکر طیبه اړوندې یوې وسله والې ډلې د مقاومت جبهې په نوم کړی لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

دا مهال د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي تر بل هر وخت ترینګلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان حکومت باید د افغان سوداګرو هغه وارداتو ته هم اجازه ورکړي چې په کراچۍ بندر او نورو بندرونو کې بند پاتې دي.

د دغه خونې مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ هغه واردات چې هندي تولیدات دي، خصوصاً خوراکي مواد دي، بوره ده، بعضی حبوبات دي، بعضی دواګانې دي. دا تقریبا یو نیم زر، دوه زره کانتینره چې کراچۍ بندر ته رارسېدلي دي، هغه یې درولي او تر اوسه پورې ولاړ دي. یو تعداد یې ان تورخم او چمن ته رسېدلي هغې ته هم اجازه نه ورکوي، نو زمونږ هیله د پاکستان له مقاماتو دا ده چې دوی سهولت ایجاد کړي او دې مالونو ته اجازه ورکړي."

ښاغلی الکوزی وايي له دې امله سوداګرو ته هره ورځ ډېر زیان اوړي، خو دقیقه اندازه یې ونه ښوده.

مخکې نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې واګه بندر هند ته د افغان صادراتو لپاره ډیر مهم بللی و ویلي وو، چې له افغانستانه په کلني ډول هندوستان ته د واګه بندر له لارې یوازې د شا او خوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه میوه صادرېږي خو دا چې په ټوله کې د دې بندر له لارې د سوداګرۍ کچه څومره ده جزیات یې نه وو ورکړي.




XS
SM
MD
LG