د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۴

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کړ او د هغه دنده یې د بهرنیوچارو وزیر ته ورکړه


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په خپله اداره کې د یوه بیساري بدلون په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لیرې کړ او د نوموړي پرځای یې د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو د دندې لپاره ونوماوه.

ښاغلي ټرمپ پر ټولنیزو شبکو د یوه بیان په خپرولو سره وویل چې والټز به په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړي. ټرمپ زیاته کړه چې والټز په کلک هوډ سره کار وکړ څو د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

ټرمپ وايي چې والټز به په ملګروملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړي.

روبیو به د امریکا په تاریخ کې له هنري کېسینجر وروسته د بهرنیوچارو دوهم وزیر وي چې په عین حال کې د ملي امنیت د سلاکار دنده ورسپارل کېږي.

ښاغلي ټرمپ پرون د دې پرېکړې له اعلانولو مخکې په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې دی هرکله له کومې ستونزې سره مخامخ شي نو له روبیو څخه مرسته غواړي او هغه دا ستونزه اواروي.

د والټز د لیرې کېدو خبر هومره ناڅاپي و، چې د بهرنیوچارو وزارت ویانده ټېمي بروس په خپله خبري غونډه کې د خبریالانو له خولې له دې پرېکړې خبره شوه.

پرون د ورځې په اوږدو کې ځینو سرچینو خبر ورکړ چې ټرمپ غواړي والټز د ملي امنیت د سلاکار له دندې لیرې کړي. په سپینه ماڼۍ کې پر ښاغلي والټز هغه مهال انتقادونه زیات شول چې نوموړی په یوه رسوایۍ کې ښکېل شو.

والټز په تېره مارچ میاشت کې د اتلانتیک مجلې د مسوول مدیر نوم په تصادفي ډول د جګپوړو امنیتي چارواکو د سیګنال شبکې په یوه ګروپ کې ورزیات کړ. د دې ګروپ غړو ته په یمن کې د امریکا د هوايي عملیاتو جزییات ورکول کېدل.

ټرمپ والټز ته د بېلابېلو ادارو ترمنځ د یوه اغېزمن تنظیموونکي په سترګه نه کتل.

په دې رسوایۍ کې دفاع وزیر پیت هیګسیت هم شامل و، خو ټرمپ تراوسه د هغه پر اجراآتو ډاډ څرګند کړی دی.

رویټرز خبري آژانس د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د سیګنال د ګروپ رسوايي د والټز د لیرې کېدو یوازینی علت نه دی. په خبر کې د کابینې له جریاناتو د یوه باخبره چارواکي له قوله ویل شوي دي چې ټرمپ والټز ته د بهرنۍ پالیسۍ په چارو کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ د یوه اغېزمن تنظیموونکي په سترګه نه کتل.

رویټرز له دې پرېکړې د دوو باخبره سرچینو په حواله همداراز راپور ورکوي چې د ملي امنیت د سلاکار مرستیال الکس وونګ هم له دندې لیرې شوی دی. وونګ چې د آسیا د چارو کارپوه دی د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پرمهال د بهرنیوچارو په وزارت کې د شمالي کوریا د چارو مسوولیت درلود.

د ملي امنیت د سلاکار دنده سره له دې چې ډېره مهمه ده، خو د مشرانو جرګې یا سنا تایید ته اړتیا نه لري. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې څلور کسان د ملي امنیت د سلاکار پر دنده وګومارل؛ مایکل فلین، ایچ آر مک ماسټر، جان بولټون او روبرت اوبراین.

XS
SM
MD
LG