د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.
ډونالډ ټرمپ وویل، له سوریې سره دا تماس د سعودي د ولیعهد محمدبن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هڅونه شوی دی.
هغه د سوریې په اړه وویل: «یوه نوې اداره موجوده ده چې هیله ده بریالۍ شي» او زیاته یې کړه: «زه وایم چې بریا درته غواړم.»
د دواړو هېوادونو د مشرانو ناسته د تړلو دروازو تر شا وشوه او خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغوی خبرې واوري.
د ترکیې د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ویډیو کنفرانس له لارې د ټرمپ، محمدبن سلمان او احمد الشرع له غونډې سره یوځای شو. ترکیه د الشرع د حکومت او د هغه تر مشرۍ لاندې یاغیانو اصلي ملاتړې وه.
سپینې ماڼۍ وروسته اعلان وکړ چې دې غونډې شاوخوا نیم ساعت دوام وکړ.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له احمد الشرع څخه غوښتي چې سوریه دې له اسراییل سره د «ابراهیم تړون» برخه شي.
«ابراهیم تړون» د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال عملي شو، او له مخې یې د متحده عربي اماراتو، بحرین، سوډان او مراکش څلورو هېوادونو له اسراییل سره د سولې تړونونه لاسلیک کړل.
ډونالډ ټرمپ چې په جنورۍ کې بیا واک ته ستون شو، اعلان وکړ چې د ابراهیم د سولې تړونونه به پراخ کړي او هیله لري چې سعودي عربستان هم د دې تړونونو برخه شي.
ولسمشر ټرمپ له احمد الشرع څخه همداراز غوښتي چې له سوریې څخه دې «فلسطیني ترهګر» وباسي.
د سپینې ماڼۍ د ویاند په وینا، د سوریې موقت ولسمشر ټرمپ ته ویلي چې غواړي امریکايي شرکتونه د سوریې د تېلو او ګازو په سکتور کې پانګونه وکړي.
دا کتنه چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د مشرانو د ناستې په څنډه کې وشوه، د سوریې لپاره ډېره مهمه ده، هغه هېواد چې د اسد د کورنۍ له پنځوس کلن حاکمیت وروسته، اوس د پام وړ بدلونونه تجربه کوي.
د امریکا ولسمشر تر دې لیدنې یوه ورځ مخکې، د سوریې د بندیزونو د لغوه کولو ژمنه وکړه. د دې خبر له خپرېدو سره په سوریه کې د خوښۍ څپې راپورته شوې.
د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» د عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو سره راپور ورکړ چې د ټرمپ له خوا د بندیزونو د لغوه کېدو تر اعلان وروسته، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې خلک د سې شنبې په ماښام واټونو ته راووتل او خوښۍ یې وکړې.
د سوریې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، د امریکا د ولسمشر پریکړه د سوریې د بیا رغونې په لور یو «نوی پیل» بللی دی.
د خلیج د همکارۍ شورا او یو شمېر عربي هېوادونو د سوریې د بندیزونو د لغوه کېدو لپاره د ټرمپ د پریکړې هرکلی کړی دی.
دا بندیزونه په داسې مهال لغوه کېږي چې اسراییل لا هم د الشرع پر حکومت ژور شک لري. اسراییل لا هم احمد الشرع «جهادي» بولي، که څه هم چې د هغه ډله «تحریر الشام» په ۲۰۱۶ کال کې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړې وې.