د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکامو شورا په اکثریت د آراؤو یو پریکړه لیک تصویب کړ چې ایران تورنوي چې د یورانیمو دغني کولو په اړه یې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
دایران بهرنیو چارو وزارت اوددغه هیواد د اټومی انرژۍ ادارې دغه پریکړه لیک وغنده او وویل چې دغني کولو په برخه کې به نور اقدامات هم وکړي.
د تیرو شلو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران خلاف یو پریکړه لیک صادروی.
د متحدو ایالاتو، بریتانیې،فرانسې،هسپانیا،آرجنتین،آسترالیا ، بلجیم ، اکوادور، اوکراین ، کاناډا او نورو هیوادونو په شمول د حکامو دشورا ۱۹ غړو هیوادونو دغه پریکړه لیک ته رایه ورکړې.
روسیې، چین ، او بورکینا فاسو یې مخالفت کړی دی.
دهند، مصر، پاکستان، جنوبي افریقا،اندونیزیا،برازیل ، ارمنستان او بنګله دیش په شمول ۱۱ هیوادونو ممتنع رایه ورکړې ده .
ایران مخکې ګواښ کړی وو چې په تخنیکي او غیرتخنیکی اقداماتو به دحکامو د شورا هرډول پریکړې ته ځواب ورکړي.
پریکړه لیک له ایران غواړي چې په څو هغو ځایونو کې دیورانیمو دنښو په هکله نړیوالې ادارې ته باید ژرترژه ځواب ووایي چې مخکې یې اټومي ځایونه نه وو معرفي کړي.
لویدیځ چارواکي په دې باور دي چې په لویزان ، شیان ، ورامین او تورقوز آباد کې د یورانیمو کشف شوي آثار کیدای شي ددې نښه وي چې ایران تر ۲۰۰۳ کال پورې د اټومي وسلې د جوړولو لپاره پټ پروګرام درلوده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت او ددغه هیواد د اټومي انرژۍ ادارې ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالې ادارې د دغه " سیاسي پریکړه لیک" په ځواب کې په یو امن ځای کې دیورانیمو دغني کولو د یو نوي مرکزد تاسیس امر صادر کړی دی.