د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۲

د مور ورځ؛ ګڼې افغانې مېرمنې وايي له دې ورځې خبرې نه دي


افغان مور له خپلو ماشومانو سره
افغان مور له خپلو ماشومانو سره

نن د جوزا یا غبرګولي ۲۴ مه په افغانستان کې د مور ورځ ده. یو شمیر افغانان دا ورځ خپلو میندو ته د ډالیو په ورکولو او د مبارکۍ په پیغامونو نمانځي. خو په افغانستان یو شمېر بې وزله او اړمنې میندې وايي اوس مهال دا ورځ د دوی لپاره نه ده نمانځل شوې او دا چې دوی ترې ناخبره دي.

په افغانستان کې د جوزا یا غبرګولي ۲۴ مه د کورنیو له لوري د مور د ورځې په توګه نمانځل کیږي هغه ورځ چې اولادونه په کې خپلو میندو ته بیلابیلې ډالۍ ورکوي او په دې شکل له میندو سره خپله مینه ښکاره کوي.

د کابل اوسیدونکي فیصل ازادي راډيو ته وویل چې خپلې مور ته یې د دې ورځې د نمانځلو په پار ډالۍ ورکړه او له امله یې ډېر خوښ دی.

«نن موږ د مور ورځ د کیک په پرې کولو او مور ته د ګلونو د ګېډۍ په ورکولو ونمانځله، که څه هم دا د هغه په پرتله ډېر کم دي چې باید موږ یې د میندو لپاره وکړو، خو دا یوازې د میندو د هڅو یوه یادونه ده موږ د مور له برکته علم او شتمني ترلاسه کړې ده.»

ښځې
ښځې

خو یو شمېر بې وزله او اړمنې میندې چې د خپلو کورنیو مشرانې دي وايي چی د مور د ورځې په اړه هیڅ خبر نه لري، او نه یې د مالي ستونزو له امله د نمانځلو توان لري.

ګلدسته چې په کابل کې د پنځه کسیزې کورنۍ مشره ده وايي خاوند یې ناروغ دی او دا د خلکو په کورونو کې کار کوي څو خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي:

«زه د اولادونو لپاره ډوډۍ پیدا کوم، څوک به زما لپاره دا ورځ ونمانځي.؟ ما هم خپلې مور ته د دې ورځې لپاره کومه ډالۍ نه ده اخیستې، زما ماشومان راته وايي، 'مورې، موږ ته پیسې راکړه چې تاته ډالۍ واخلو،' خو زه نشم کولی. ما په خپل ژوند کې د مور ورځ نه ده نماتځلې او نن خو بیخي نه پوهېدم چې د مور ورځ ده.»

دا ورځ په داسې حال کې رارسېدلې چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغانو کورنیو د بیلابیلو لاملونو له امله خپل هیواد پریښی او په جلا وطنۍ کې له میندو لیرې ژوند کوي.

افغانستان
افغانستان

انیسه دریا له تېرو دوه کلونو راهیسي په ګاونډي پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

« له موره لیرې زړه تنګ وي، زما مور به هر وخت په دې ورځ زما سره وه، خو اوس یې یوازې خاطرې زما په ذهن کې پاتې دي، هر کال به مې په دې ورځ د مور لاسونه ښکلول، د هغې نرمه موسکاه به مې لیده، خو نن یواځې د هغې تصویر لرم او یواځې دعاګانې ورته کوم، کډوالۍ ډېره سخته ده خو د دغسې ورځې پر مهال چې انسان له موره لیرې وي لا نوره ترخه او سخته شي.»

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ډیری میندې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او په ځانګړي ډول روغتیايي اسانتیاوو ته پوره لاس رسی نه لري.

د امیندوارۍ او زیږون پرمهال د روغتیایی خدماتو د نشتوالي له امله ځوانې میندې هم د مخنیوي وړ مړینې سره مخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ اوو تېر لمریز کال په جوزا میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې په ورځني ډول ۲۴ میندې او ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د مخنیوي وړ مړینې سره مخ دي.

د یادولو وړ ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال بیلابیلو دولتي ادارو په دې هیواد کې د یو شمېر رسمي پروګرامونو په کولو سره د مور ورځ نمانځله.

خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د دغې ورځې د نمانځلو په اړه هیڅ خبر نشته.

XS
SM
MD
LG