په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) وایي د اقلیم د بدلون، د ځمکو د ویحاړېدو او د اوبو د سرچینو د کموالي له امله رامنځته شوي ناورینونه، د افغانستان د میلیونونو خلکو ژوند نیغ په نیغه ګواښي.
یوناما د سه شنبې په ورځ د وچکالۍ او شاړو ځمکو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله فیس بوک پاڼه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، په داسې حال کې چې کرنه د افغانستان د ۸۰ سلنه خلکو لپاره د عاید اصلي سرچینه ده، کرنیز حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي دي.
په دوام کې راغلي چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه ځمکې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، او شاوخوا ۲.۳ میلیونه کسان بیا له وچکالۍ سره لاس او ګریوان دي.
یوناما دغه شان وایي چې ځنګلونو پرې کولو او د خاورې تخریب په افغانستان کې د خوړو ناامنۍ او بېوزلي نوره هم زیاته کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګران وایي، د دوی کروندې له منځه تللي او ان د څښاک اوبو ته یې هم لاسرسی محدود شوی دی.
د فاریاب ولایت د پشتونکوت ولسوالۍ د "میاندرې" سیمې یو اوسېدونکي بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل، ازادي رادیو ته یې وویل:
خلک ډېر په تنګ شوي او خفه دي، کروندې وسوځېدې، هر څه له منځه ولاړل، خو اوس خپله د انسانانو او د دوی د څارویو ژوند مطرح دی. خلک ډېر په تکلیف دي. کله کله له فاریاب ولایت نه څو کلي یو ځای یو ټانکر اوبو ته ۱۲ زره افغانۍ ورکوي، بیا هرې کورنۍ ته دوه ۲۰ لیټرو بوشکې اوبه ورکول کېږي.
د بادغیس ولایت یو اوسېدونکي بزګر چې ده هم ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:
"په بادغیس کې سږ کال د نورو کلونو په شان ښه نهدی. کرنه ۲۰ تر ۳۰ سلنې ده، خو ۷۰ سلنه نور کښت لکه غنم، نخود او نور دا نه دي شوي."
د چاپیرال ساتنې د برخې یو شمیر پوهان له دې ډلې جاوید نور وايي، چې د کال په بېلابېلو موسمونو کې د مناسبو ورښتونو نشتون، وچکالۍ، سېلابونو، د څښاک اوبو کمښت، او نورو چاپېریالي ستونزو ته لاره هواره کړې ده.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
په هغو سیمو کې چې د وچکالۍ له ستونزې سره مخ دي، باید عملاً اقدام وشي. حداقل باید وطني یا سیمه ییز سیستمونه جوړ شي، زیرمې جوړې او د ټانکرونه په وسیله دې له اوبو ډکې شي تر څو د خلکو ستونزې هوارې او د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله یې د بېځایه کېدو مخه ونیول شي.
دا څرګندونې او اندېښنې داسې مهال دي چې یوه ورځ مخکې د کډوالو نړیوال سازمان (اې او ایم) ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې شاوخوا ۵ میلیونه کسان د طبیعي پېښو له امله له خطر سره مخ شوي دي.
یاد سازمان ویلي چې اقلیمي پېښو لکه وچکالۍ، سېلابونو، شدید بارانونو، واورې او یخنۍ شاوخوا ۴ لکه کسان بېځایه کړي دي.
یو شمیر نړیوالو ادارو مخکې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو په وړاندې له تر ډیرو زیانمنونکو لسو هېوادونو څخه دی، خو د دغو بدلونونو د مخنیوي لپاره یې امکانات محدود دي.
د طالبانو حکومت هم د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مقابلې په خاطرد نړیوالې ټولنې همکارۍ غوښتې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم د بدلون رییس روحالله امین شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یوې خبري غونډې ته ویلي وو،افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره ۲۰.۶ میلیارده ډالره مالي مرستې ته اړتیا لري.