د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۹

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کې په زرګونو امنیتي پيښې ثبت شوې


د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې یې په تېرو دریو میاشتو کې دوه زره او ۲۹۹ د نا امنۍ بیلابیلې پېښې ثبت کړې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه درې میاشتني راپور کې راغلي چې په دې پېښو کې د تېر ۲۰۲۴ د ورته مودې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي انتونیو ګوتریش د دغه سازمان د امنیت شورا عمومي اسمبلې ته د افغانستان په اړه په خپل تازه درې میاشتني راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دغه هېواد کې د نا امنیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د انتونیو ګوتریش دې راپور کې چې د جون په ۱۱مه د یاد سازمان پر وېب پاڼه خپور شوی راغلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له لومړۍ د اپرېل تر ۳۰ مې نېټې پورې له دوی سره د نا امنیو ۲ زره او ۲۹۹ پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د "افغانستان وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت یې اغیزې" په نوم دې ۱۴ مخییز راپور کې زیاته شوې چې دې پېښو کې د تېر ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې یوازې ۱۷۵ یې د غلاوو دي.

دا راپور زیاتوي چې د غلاوو په پېښو کې هم د تېر ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کابل ښار د تایمنیو سیمې یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې څو میاشتې مخکې یې غلو ترې موټر وړی دی:

"له نن څخه دوه میاشتې او لس ورځې مخکې د یو روغتون له مخې مې موټر غلا شو، ما عاجل ناروغ درلود، چې ومې رسو, او بېرته درملو پسې راووتم کتل مې چې موټر نه و، ما حوزې او ناحیې ته هم وویل خو هېڅ اقدام ونه شو،هغه یوازې یو موټر نه بلکې زما ټوله شتمني وه، زه مې د ۱۳ کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکی یم، پر هغه موټر مې د ټکسي کار هم کولو او د اولاد روزي مې پرې ګټله."

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی هم چې د ورته ستونزې له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ادعا کوي چې له تېرو دریو میاشتو د کابل او جلال اباد په بېلابېلو سیمو کې د ده په ګډون له خپلو خپلوانو یې غلاوې شوي او جنایي پېښو سره مخ شوي دي:

"د کابل پل خشتي جومات کې مې چې لمونځ مې وکړ راووتم، بیروبار کې یې رانه یو موبایل او اته زره افغانۍ نغدې غلا کړې، جېب مې پرې و، زه ننګرهار ته کور ته روان وم، بیا ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ شوم، ان د وچې ډوډۍ پیسې راسره نه وې."

د ملګرو ملتونو د سر منشي په راپور کې چې د بشري حقونو، اقتصادي وضعیت، سیاسي او امنیتي ننګونو، د طالبانو د حکومت بېلابېلو قوانینو او کړنو تر څنګ نور مختلف مسایل هم مطرح شوي، په امنیتي برخه کې یې دغه شان راغلي چې په درې میاشتو کې که څه هم د طالبانو د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونو د دوی واک ته کومه جدي ستونزه نه ده پېښه کړې خو په ټکو یې د دوی مخالفینو د مقاومت جبهې پر طالبانو اوتاسیساتو یې د ۵۶ بریدونو، د افغانستان د ازادۍ جبهې د ۱۶ بریدونو او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ بیا د درېو بریدونو ادعاوې کړي دي چې راپور وايي ټول په اپریل کې دي او ۱۱ شوي بریدونه هم بې ادعا پاتې دي یا یې پړه چا نه ده منلې.

راپور دا هم وايي چې "د ۲۰۲۵ کال د فبروري له لومړۍ نیټې د اپریل تر ۳۰ پورې، د داعش ډلې بریدونو د واکمنو اهدافو پر وړاندې دوام درلود.

دې راپور کې راغلي چې د فبروري په ۱۱مه په کندوز ښار کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د معاشونو اخیستو پر مهال د دې ډلې برید کې ۱۹ کسان (۴ ملکي وګړي او ۱۵ د طالبانو غړي) ووژل شول.

دغه شان راپور زیاتوي چې د فبرورۍ په ۱۳مه، داعش ډلې په کابل کې د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د ځانمرګي برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې په کې ۳ کسان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول او ټول د طالبانو د وزارت د مرستیال په ګډون د دوی کارکوونکي وو.

راپور کې په سیاسي برخه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د طالبانو د حکومت د چارواکو تر منځ د اختلافاتو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې له هغه مهال چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزارت ته ګمارل شوی او بست یې له منځه وړل شوی د دوی د حکومت سیاسي کمېسیون هېڅ بله ناسته نه ده کړې.

هڅه مو وکړه د ملګرو ملتونو د دې راپور او د خلکو د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو خو د دوی د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت او د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او په افغانستان کې د دې سازمان مرستندویه دفتر (یوناما) هر درې میاشتې د ملګرو ملتونو د ماموریت او افغانستان کې د وضعیت په اړه د دغه سازمان امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي چې تر ډیره یې تمرکز پر بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت او پر خلکو د طالبانو حکومت د قوانینو او کړنو د اغیزو په اړه وي.

XS
SM
MD
LG