د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې دا اټومي تاسیسات له منځه تللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپلې ایکس پاڼې له بریدونو وروسته ولیکل، "دا بریدونه په ښکاره د ملګرو ملتونو د منشور د اساسي اصولو نقض دی او د امریکا او اسراییلو لپاره به خطرناکې پایلې" ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په سیمه کې وضعیت" نازک" بللی او له دواړو خواوو يې د تاواتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده.
هغه خبرداری ورکړ که چیرته د اسراییلو، امریکا او ایران ترمنځ جګړه زیاتوالی مومي، "تاوان به يې ملکیانو، سیمه او نړۍ" ته ورسیږي.
پر ایران بریدونو په نړۍ کې څه غبرګونونه پارولي؟
روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه په کلکه غندي.
وزارت په خپله اعلامیه کې وویل: "د یو خپلواک دولت په خاورې د توغندیز او بمي بریدونه، په هر دلیل چې وي، د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه په ښکاره ډول سرغړونه ده."
اعلامیه زیاتوي چې روسیه غواړي چې تیری پای ته ورسول شي اوهڅې وشي چې سیاسی او دیپلوماتیکې لارې ته د وضعیت د ستنیدو لپاره شرایط برابر شي.
اروپايي ټولنه
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوله کایاکالاس وايي، امریکا او ایران دې بیرته د سولې د مذاکراتو میز ته راستانه شي.
هغې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: "زه له ټولو خواوو غواړم چې د تاواتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي په موخه دې بیرته د مذاکراتو میز ته ستانه شي".
د هغې په ټکو ایران ته دې اجازه نه ورکول کیږي چې اټومي وسلې ولري، او د دوشنبې په ورځ اروپايي وزیرانو په دې اړه له ایران سره خبرې کړي دي.
بل پلو د بریټانیا صدراعظم د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه په سیمه کې د اټومي وسلو د ګواښ راکمول بللي دي.
کییر سټارمر په یو بیان کې نن یکشنبې ویلي، "د ایران اټومي پروګرام د سیمې لپاره یو لوی ګواښ دی او په دې بریدونو سره دا ګواښ راکمیدلی شي".
د منځني ختیځ غبرګونونه څه دي؟
سعودي عربستان د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو ته انديښنه ښکاره کړې او ویلي دي، "په دې حساسو شرایطو کې هڅه کوي د جګړې د کمیدو لپاره حل لارې پیدا کړي څو په سیمه کې تاواتریخوالي ته د پای ټکی کیږي".
د عراق دولت بیا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او خبرداری ورکړی چې د امریکا دا ډول بریدونه په سیمه او منځني خیتځ کې د ټولو هيوادونو سوله او ثبات په خطر کې اچوي.
په عین حال کې عمان چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو کوربه او منځګړی و، په یو بیان کې پر ایران د امریکا بریدونه غندلي دي.
د عمان له خوا په خپره شوې رسمي اعلامیه کې راغلي، "خپله خواخوږي د ایران له دولت سره شریکوو او د دې بریدونو ته انديښمن یو".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا خبرداری ورکړی چې پر ایران د امریکا بریدونه د سیمه هېوادونو لپاره ناوړې پایلې لرلی شي.
دغه وزارت پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، "پر ایران د امریکا له لورې بریدونو او په سیمه کې د وضعیت خرابیدو ته اندیښمن یو".
اسراییل
اسراییلو بیا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونه هرکلی کړی او دا يې یو تاریخي اقدام بللی دی.
د اسراییلو د دفاع اسراییل کتز ویلي،"د دې بریدونو موخه دا ده چې اطمنیان ترلاسه شي چې په سیمه کې هیڅ هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري، هغه وسلې چې د اسراییلو او امریکا ګټي په سیمه کې په خطر کې اچوي".
د دفاع وزارت له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، "د اسراییلو او امریکا ترمنځ اتحاد د بل هر وخت پرتله قوي دی او دا اتحاد د دواړو هېوادونو امنیت او د نړۍ د امنیت په ګټه دی".
افغانستان
د طالبانو حکومت پر ایران د امریکا تر بریدونو څو ساعته وروسته هم څه غبرګون نه دی ښوولی.
پخواني ولسمشر حامدکرزي بیا پر ایران د امریکا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی.
ښاغلي کرزي وړاندې ویلي، د ایران اټومي پروګرام موضوع دې د خبرو اترو او دپیلوماسۍ له لارې حل شي.
پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د امریکا له لورې د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو غندنه کړې او زیاته کړې ده،
"ایران د ملګرو ملتونو د منشور مطابق د خپلو منافعو د دفاع حق لري".د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
په اعلامیه کې د جګړې د دریدو غوښتنه شوې ده.
ترکیه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو دا خطر زیاتوي چې سیمه ییزه شخړه په نړیوالې سطحه خپره شي.
دترکیې بهرنیو چار وزارت زیاته کړه چې انقره د بریدونو وروسته د احتمالي پایلو په اړه ژوره اندیښنه لري.
اعلامیه زیاتوي چې باید اجازه ورنکړل شي چې شخړه په پراخه نړیواله جګړه بدله شي.
انقرې له ټولو خواوو غوښتي چې مسئولانه عمل وکړي او بریدونه سمدلاسه پای ته ورسوي.
دترکیې بهرنیو چارو وزارت وایی یواځې خبرې اترې کولی شي د تهران او واشنګټن ترمینځ اټومي شخړه حل کړي.