د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۹

(یو این ایچ سي ار): په پاکستان کې په لسګونو زره افغان کډوالو نیول شوي


له پاکستانه افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال-ارشیف
له پاکستانه افغانستان ته ستنیدونکي افغان کډوال-ارشیف

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سی ار) وايي، د اپریل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې، په پاکستان کې له ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سی ار) وايي، په اګست میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

دغه ادارې په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ (د اګست ۲۲) یې په ریلیف وېبپاڼه خپور کړی، ویلي، چې یوازې د اګست په لومړیو ۲۱ ورځو کې، ۴۸۰۰ تنه افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي. چې دا شمېر د جولای میاشتې په پرتله زیاتوالی ښيي، ځکه په ټکو یې په جولای کې ۳۴۰۰ تنه نیول شوي وو.

(یو، این، ایچ، سی ار) زیاته کړې چې د اپریل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ پورې، ټولټال ۵۳ زره او ۲۰۰ افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او بندیان شوي دي.

خو په راپور کې نه ده روښانه شوي چې څومره کسان بېرته خوشې شوي او څومره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، چې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.

یو له دوی چې د موضوع د حساسېت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، او دا مهال په بلوچستان ایالت کې اوسیږي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"د پاکستان پولیسو زه ونیولم او کمپ ته یې بوتلم. کله چې هلته ورسېدو، هیله مې وکړه چې خوشې مې کړي، ځکه مېرمن او اولادونه مې زما له حاله ناخبره وو. وروسته مې هغه لږې روپۍ چې راسره وې هغوی ته ورکړې او بېرته یې خوشې کړم. که څه هم کور ته ستون شوم، خو لا هم د خطر احساس کوم."

بل افغان کډوال چې د پاکستان په پلازمینه اسلام‌اباد، کې ژوند کوي او ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ادعا وکړه چې، د پاکستان پولیسو یو شمېر افغانان چې د جرمني د انتقال په تمه وو، نیولي او بېرته یې افغانستان ته شړلي دي:

" پاکستاني پولیسو یو شمېر افغانان چې د جرمني د انتقال په تمه وو، نیولي وو. ډېره بده رویه ورسره شوې وه؛ هغوی یې بایومتریک کړل او پرېکړه یې کړې وه چې باید له تورخم نه بېرته افغانستان ته وشړل شي. بالاخره د جرمني د سفارت ځايي همکارانو مداخله وکړه او یوازې دومره وتوانېدل چې د هغوی د شړلو مخه ونیسي، خو دا چې بایومتریک شوي وو، پېښور ته ولېږدول شول. "

دغه کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې له هغه افغان کډوالو له نیولو او ایستلو ډډه وکړي چې په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې چې ډېر شمېر افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، د افغانستان د اوسني بشري وضعیت له امله له سختو امنیتي او خوندیتابه له خطرونو سره مخ دي.

د افغان کډوالو د نیونو د زیاتېدو په اړه دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې د پاکستان حکومت د (اې، سي، سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا له وړاندې د روان کال د اپریل له لومړۍ نېټې پیل کړې او اوس یې ویلي چې، ۱.۴ میلیونه هغه افغان کډوال چې د (پي، او، ار) کارتونه لري هم باید د روان کال د اګست میاشتې تر پایه له دغه هیواد ووځي.

د (یو، این، ایچ، سی ار) د معلوماتو له مخې، له اپریل میاشتې څخه د اګست ۲۱ پورې، له ۳۴۹ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دا یوازې پاکستان نه دی چې افغان کډوال باسي، بلکې د افغانستان بل ګاونډي هېواد ایران هم د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG