د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۶

پر خوست او ننګرهار له بریدونو وروسته طالبانو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی


پر خوست د پاکستان د پوځ د تیرې شپې برید
پر خوست د پاکستان د پوځ د تیرې شپې برید

د طالبانو حکومت پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د پوځ د تیرې شپې بریدونه غندلي او په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. پاکستاني لوري تر دې دمه پر پیښې رسمي تبصره نه ده کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خوست او ننګرهار د هوایي بریدونو له کبله کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او خپل احتجاج لیک یې ورسپارلی دی.

دغه وزارت منلې چې دغو بریدونو کې ۳ عام وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.

وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه د افغانستان د "هوایي حریم نقض او پارونکی عمل" بللی دی.

وزارت وړاندې ویلي، دغه ډول " بې مسولیته کړنې حتما عواقب لري".

په خوست او ننګرهار کې ځایي سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې د تیرې شپې هوایي بریدونه د عامو خلکو پر کورونو شوي.

د ځایي سرچینو په وینا د خوست برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي او ننګرهار کې بیا شپږ تنه ټپيان شوي دي. دواړه ځایه مرګ ژوبله تر ډیره ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

پخواني معلومات:

په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دواړو ولایتونو کې سرچینې وایي چې بریدونه د عادي افغانانو پر کورونو شوي او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اوښتې ده.

د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې ځایي اوسیدونکو د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د ولسوالۍ په سورکښ سیمه کې تېر ماخوستن پر یو کور ډرون برید شوی، چې په کې درې ماشومان وژل شوي او د دوو میرمنو په ګډون څلور تنه ټپیان دي.

ځايي اوسیدونکو مشال راډیو سره د موضوع د حساسیت له کبله د نومونو نه ښودلو په شرط ویلي، چې وژل شوي او ټپیان د شاه جي په نوم د یو ځايي اوسیدونکي د کورنۍ غړي دي.

دوی زیاتوي، یاد کس عادي کاروبار کوي.

ځايي اوسیدونکو دا هم وویل، چې د برید سیمې ته د طالبانو ځواکونه ورغلي، سیمه يې کلابند کړې او هغه ځای ته چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

بل لورته د ننګرهار ولایت یوې باخبره سرچینې ازادۍ راډیو ته وویل چې شینوارو ولسوالۍ کې هم د شهسوار په نوم د یوه عادي کلیوال کور باندې تیره شپه د بې پيلوټه الوتکې دوه ګزارونه شوي دي.

دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم نه ښوده وویل چې بریدونو کې دوه میرمنې او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر هم برید تایید کړی دی.

د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم معلومه نه ده چې دغه بریدونه د چا له خوا شوي دي، خو مخکې تر دې پاکستان په خوست او پکتیکا کې ورته بریدونه کړي دي.

پاکستان د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې پر خوست او پکتیکا د بې پيلوټه الوتکو بریدونه وکړل چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.


XS
SM
MD
LG