د کابل په هوايي ډګر کې د یوې لوړپوړې قطرۍ چارواکې حضور؛ طالب چارواکو یې هرکلی وکړ
د کابل په هوايي ډګر کې د یوې لوړپوړې قطرۍ چارواکې حضور؛ طالب چارواکو یې هرکلی وکړ
د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند د بشري مرستو یوه محموله افغانستان ته ورسوله. د طالبانو په رژيم کې، ښځې په دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره محرومې ګرځول شوي. په همدې خاطر د طالب چارواکو تر منځ د یوه اسلامي دولت د جګپوړې چارواکې حضور د ټولو پام ځان ته اړولی.