د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۶

ګڼو زلزله ځپليو د ټکانونو او له غرونو د ډبرو د ښوییدو له ویرې خپلو کورونوته له ستنیدو ډډه کړې


له زلزلې وروسته د کونړ یو کلی
له زلزلې وروسته د کونړ یو کلی

ګڼو زلزله ځپلیو له دې ویرې چې دتیرې اونۍ له زلزلې وروسته ټکانونه کیدای شي له شاوخوا غرونو ډبرې را وو ښویوي خپلو ورانو شویو کلیو ته له ستنیدو ډډه کړې او په کروندو او د سیند ترغاړې یې حتی پرته له خیمو او دباران څخه له سرپناه پرته اړولي دي.

۶۷ کلن بزګر آدم خان وايي:

موږ هیڅ سرپناه نلرو، حتی خیمه هم نه لرو،.


هغه زیاته کړه:

تیره شپه باران وشو، موږ د پټیدو لپاره هیڅ ځای نه درلود. "زموږ ترټولو لویه ویره هغه لویې ډبرې دي چې په هره شیبه کې راښکته کیدی شي.


د سپتمبر په لومړۍ نیټه دوو زلزلو په ټوله سیمه کې له ۲۲۰۰ څخه ډیر خلک ووژل او له ۳۶۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل، په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل.

د زلزلې وروسته ټکانونو ځمکې ښویولي دي ، او کورنۍ د غرونو او سیندونو ترمنځ شپې سبا کوي.

سره لدې چې مرستندویه ډلو د هلیکوپټرو په واسطه خواړه او توکي په چټکۍ سره رسولي، خو زلزله ځپلي کسان وايي چې کافي مرسته په چټکۍ سره نه ده شوې او ورو ده.

په افغانستان د بې وزلۍ او ناکافي زیربنا وو له امله ډیری کلي د نږدې سړکونو څخه څو د څو ساعته مزل لرې واقع دي او ډیری کورونه، چې له خټو او ډبرو څخه جوړ شوي وو، په زلزله کې سمدلاسه ویجاړ شول.

کورنۍ په سیمه کې په لنډمهاله کمپونو کې راټولې شوې. د شهیدان په کلي کې، ۴۰ کلن بزګر شمس الرحمن رویترز خبري اژانس ته وویل چې خپل شپږ خپلوان یې له لاسه ورکړي او د خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره له کلې لری د سړک تر څنګ له خپلو لږو شتمنیو سره په ازاده فضا کې ناست دي.

شمس الرحمن وویل: "هغه خیمې چې دوی موږ ته راکړې وې حتی زموږ ماشومان هم نشي ځایولی."

د غره څخه د ښکته کیدو په لاره کې، ما د خپل زوی لپاره بوټان نه درلودل، نو کله چې ښکته را روان وو ما خپل شیان د هغه سره په وار وار شریک کړل.


د رویترز خبري اژانش رپوټ زیاتوي چې د ځینو لپاره، بې ځایه کیدل دایمي ښکاري.

۵۱ کلن ګل احمد، د خپلو خپلوانو تر څنګ لمر ته ولاړ و او د کورنۍ ښځې یې د دیوال په سیوري کې راټولې شوې وې او له خاورو او دوړو ډکې خیمی یې هم باد وهلې.

هغه وويل:

که څه هم زلزله نه وي، خو يوه ساده باران کولی شي پر موږ ډبرې راوغورځوي." "موږ به بېرته نه ځو. حکومت بايد موږ ته ځای برابر کړي.


د نړيوالو مرستندويه ادارو په وينا، د کافي سرپناه، حفظ الصحې او خوړو پرته به ، دا ناورین د نړۍ په يو له بې وزلو او زلزله ځپلو هېوادونو کې ناروغۍ او فقر خپور کړي.

تر ټولو ډېر اغېزمن شوي کسان ماشومان دي. دولس کلن صادق د خاورو لاندې د يوولسو ساعتونو لپاره بند پاتې کېدو وروسته ژوندی راويستل شو، خو انا او د تره زوی یې د هغه تر څنګ مړه شوي وو .

هغه چې د خپل د تره زامنو او او د تره کورنۍ ترڅنګ په کټ کې ناست وو په ارامه وويل:

ما فکر کاوه چې زه به مړ شم .دا د قیامت په څېر ورځ وه .


XS
SM
MD
LG