د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

د جرمني ویزو ته په تمه ناست افغانان وايي چې دوی ته د رد ځواب ورکړل شوی دی


جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې په جرمونو کې ښکېل ۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته واستول.
جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې په جرمونو کې ښکېل ۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته واستول.

هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د جرمني د کډوالۍ او حقوقي (MRL) دوسیې لري وايي چې دوی په دې وروستیو کې یې د پناه غوښتنې د ردولو یا د منلو د پروسې د بندېدو په اړه بریښنالیکونه ترلاسه کړي،هغه اقدام چې دې کډوالو کې یې پراخه اندیښنه او نا هیلي راپارولې ده.

یو شمیر دغو پناه غوښتونکو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه نوي بریښنالیکونه چې دوی د جرمني د کډوالو اړوند بنسټونو ترلاسه کړي،ښیي چې له هېڅ ډول دلیل پرته یې قضیې رد شوي یا یې د لیږد پروسه ځنډول شوې ده.

د جرمني د کډوالۍ یوې دوسیې لرونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، شاوخوا یو نیم کال مخکې یې د جرمني پراختیایي ادارې (GIZ) لخوا له ایران څخه پاکستان ته لیږدول شوې ده:

“تیره شپه مو یو بریښنالیک ترلاسه کړ چې دا پروسه په بشپړه توګه درول شوې او دا بهیر ستاسو لپاره پای ته رسیدلې ده، موږ ته پنځلس ورځې وخت راکړل شوی چې له پاکستانه ووځئ، له پاکستانه وتل به زموږ د ژوند په بیه تمام شي."

جرمني دې ډلې افغانانو ته خبر ورکړی چې د منلو پروسه یې په بشپړ ډول بنده شوې ده.

یو بل افغان کډوال، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم وویل چې دا پریکړه پرته له کوم واضح وضاحته شوې او په پاکستان کې یې د دوی برخلیک نور هم ناڅرګند کړی دی:

تیره شپه مو یو بریښنالیک ترلاسه کړ چې ستاسو کیس نور نه څېړل کیږي او د لیږد پروسه بنده شوې ده،تر ټولو بنسټیزه ستونزه دا ده چې د بریښنالیک له ترلاسه کولو وروسته، پولیس په اسلام آباد او پیښور کې څو میلمستونونو او هغو ځایونو ته تللي چې افغانان په کې ژوند کوي او پر دوی یې فشار راوړ چې ژر تر ژره خپلې خونې یا د استوګنې ځایونه پریږدي."

دا کډوال وايي چې د دوی د کډوالۍ دوسیو د ردولو ایمیلونه شاوخوا ۳۵۰ «MRL» دوسیه لرونکو ته لیږل شوي دي.

د یادونې ده چې د «MRL» کډوالۍ او حقوقي هغه قضیې دي چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې قوانینو په چوکاټ کې پروسس کیږي.

د افغانانو لپاره دا قضیې په عمده توګه هغه خلک لري چې د جرمني له حکومته د منلو یا بشري لیږد ژمنه ترلاسه کړې، مګر د دوی د ننوتلو وروستۍ پروسه ځنډول شوې یا بیاکتنه شوې ده.

دا کډوال په داسې حال کې د دوی د پناه غوښتنو د ردېدو په اړه د ایمیلونو د ترلاسه کولو خبرې کوي،چې د جرمني فدرال حکومت مخکې اعلان کړی و چې په رسمي ډول به د یو شمیر هغو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي چې اوس مهال په پاکستان کې دېره دي.

ځینو جرمني سیاستوالو دا کار ناسم بللی او د دې پریکړې د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

د دویچه ویله د راپور له مخې، د جرمني فدرال حکومت د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «د دسمبر په ۱۰مه» یوه بنسټیزه پریکړه وکړه، چې له مخې یې نور د هغو افغان نارینه او ښځینه وو د منلو لپاره سیاسي اراده نشته چې د انتظار په لیست کې دي یا یې نومونه د بشري حقونو په لیست کې دي.

دا پریکړه په دې هیواد کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، یو شمیر جرمني سیاستوالو دا "نامناسب" او "ریاکارانه" وبلله او د دې پریکړې د سمدستي بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.

د جرمني حکومت پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخوانیو حکومتي کارکوونکو، بشري حقونو فعالینو او زیان ګالو کورنیو سره د ځانګړو پروګرامونو له لارې له خطر سره مخ افغانان د منلو ژمنه کړې وه.

د جرمني «ولټ ام زونټاک» ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۳۵ زره او ۵۰۰ افغانان چې له خطر سره مخ وو له پاکستانه جرمني ته لیږدول شوي دي.

له دې سره په جرمني کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته می میاشت راهیسې د افغان کډوالو د منلو او لیږدولو پروسه ځنډول شوې ده.

په داسې حال کې چې د بشري حقونو مختلفو سازمانونو په مکرر ډول له دې هیواده غوښتنه کړې چې په پاکستان کې په تمه افغان کډوال جرمني ته انتقال کړي، خو ظاهراً د کډوالو په اړه د دې هیواد په پالیسۍ کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG