د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

خوست کې څه باندې درې لکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي


د پولیو واکسیناتور او ماشومان
د پولیو واکسیناتور او ماشومان

د یکشنبې په ورځ په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسینو د څلور ورځني کمپاین پرانیسته وشوه. یاد کمپاین، چې د ډېسمبر  له ۱۵ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې څلور ورځې دوام پیدا کوي، یوازې په خوست کې به شاوخوا درې لکه ۳۵ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

د افغانستان د ځینو نورو سیمو په شان په خوست کې به هم د دوشنبې، سه شنبې، چهارشنې او پنجشنبې په ورځو د رضاء کارانو ټیمونه کلیو، جوماتونو او نورو هغو ټولنیزو ځایونو ته چې خلک په کې راټولیږي، ځي او هلته به شاوخوا درې لکه ۳۵ زره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د واکسینو، دوه، دوه څاڅکي ورکوي.

په خوست کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغی ضد واکسینو د څلور ورځني کمپاین په پرانیست غونډه کې روغتیايي مسوولینو د ټولنې له مخورو او کورنیو وغوښتل، چې د واکسیناتورانو له ډلو سره مرسته وکړي.

په خوست کې روغتیايي مسوولین زیاتوي، چې د واکسینو د پلې کیدو د وضع شویو اصولو پر بنسټ هر هغه زون کې چې د پولیو مثبت واقعات ثبت شي، نو هلته د ګوزڼ ضد واکسینو ځینې اضافي کماينونه پلي کیږي.

د خوست د کتلوي معافیت مشر ډاکټر زاهدالله امیري وویل، د پکتیکا په برمل کې د مثبتو واقعاتو د ثبت وروسته دوی په دې زون کې اظافي کمپاینونه پلې کړل.

په کوم زون کې چې کیس مثبت شي د پولیو نو بیا درې کمپاینه پسې کېږي. دا مو دې میاشت کې دریم کمپاین دی. په دې خاطر دا واکسینونه تطبیقیږي چې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان له دې وایروس سره مبارزه وکړي او مقاومت یې زیات شي څو په پولیو وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.
د خوست یو روغتیايي مسوول

د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د پولیو واکسین د کور په کور کمپاین نه پلي کول ماشومان، په ځانګړې توګه نوزیږي هغه، د پولیو واکسین څخه د محرومیت له خطر سره مخ کوي.

بلخوا دیني عالمان هم کورنۍ او مشران د واکسینو له رضاء کارانو سره مرستې ته رابولي او وايي، ماشومان پر خپلو والدینو دا حق لري، چې روغتیا ساتنې ته يې پام وکړي.

د خوست یو دیني عالم مولوي کفایت الله فهیمي وايي:

«ماشومان په خپله نه شي کولای چې د ځان حفاظت وکړي. دا په والدینو حق لري چې د دوی ساتنه وکړي. په ټولو خلکو، علما کرامو، مسوولینو او ځوانانو غږ کوو چې واکسین په سمه طریقه تطبیق کړي.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې تر اوسه هم په کې د ګوزڼ مثبتي پيښې موجودې دي.

روغتیاپالان وايي، ګوزڼ یوه انتاني یا (ساري) ناروغي ده چې د پولیو ویروس له لارې منځ ته راځي. دا ویروس عصبي سیستم باندې تاثیر کوي او کولای شي د یو کس د عضلاتو د فلج او حتی مرګ سبب شي.

سره له دې چې د ګوزڼ د ناروغۍ مخنیوی د واکسینو په کولو ممکن دی، خو که کوم ماشوم پرې اخته شي، بیا یې درملنه نه شي کېدلی.

XS
SM
MD
LG