د استرالیا په سیدني کې د ډزو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د نیو سوټ ویلز د پولیسو کمشنر مل لنیون خبریالانو ته وویل چې د برید په اړه د دوی پلټنې پيل شوي او په خبره یې هیڅ اړخ به یې هم بې پلټنې پاته نه شي.
" له بده مرغه تراوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي، ۲۹ نور د سیدني اړوند بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي، ټپيانو کې دوه پولیس هم شامل دي. د پولیسو په ګډون د ټپيانو وضعیت نازک دی، خو د کنټرول وړ دی."
پېښه په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال ( د دسمبر ۱۴مه) د حنوکا په نوم د یهودانو په مذهبي مراسمو کې شوې ده.
یهودان په دغو مراسمو کې چې له کریسمس نه مخکې ترسره کیږي، د ۸ ورځو په مخه کورونه او سړکونه په څراغونو او شمعو روښانه کوي.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ویلي " ترهګرو" هغه کسان ووژل چې د حنوکا لومړنۍ شمعې یې بلولې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا برید په کلکه غندلی او ویلې یې دي چې " د یهودانو ضد هڅې په نړۍ کې ځای نه لري".
روبیو پر خپله ایکس پاڼه د یهودانو له ټولنې، د قربانیانو له کورنیو او د استرالیا له خلکو سره خواخوږي ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او اروپایي ټولنې هم دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د برید مسولیت لا کومې ډلې نه دی منلی او پولیسو ویلي چې دوه مشکوک کسان یې توقیف کړي دي.