له لوږې سره مخ افغانستان به د امریکا د مرستو په بندېدو لا پسې وځپل شي

د امریکا مرسته شوي اوړه - دا مرستې نورې بندې شوي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کې چې واردمخه له پراخې لوږې سره مخ دی وضعیت لا پسې خرابه کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې، موتینتا چیموکا، ای اېف پي ته وویل مرستندویان باید له افغانستان سره چې له لوی بشري ناورین سره مخ دی مرسته وکړي.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ۴۵ میلیونه وګړو دریمه برخه خوراکي مرستو ته اړتیا لري او ۳.۱ میلیونه یې د قحطۍ په درشل کې دي.

موتینټا چیموکا د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د هغو امکاناتو سره چې موږ یې لرو، موږ د کال تر پایه پورې په سختۍ سره د ۸ ملیونو خلکو سره مرسته کولی شو، هغه هم که موږ د بسپنه ورکوونکو ژمنې ترلاسه کړو چې موږ یې تمه لرو."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم تیره اونۍ په نړیوالو مرستندویانو غږ وکړ چې د افغانستان لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یوناما په وینا، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۳۰ میلیونه خلک مرستې ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو وروسته د دریو میاشتو لپاره ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې.

خو د چهارشنبې په ورځ، د اپریل په ۹مه، رویټرز راپور ورکړ چې متحده ایالات د بیړنیو خوراکي مرستو په شمول خپلې ځنډول شوې بهرنۍ مرستې یو شمیرهیوادونو ته بیا پیلوي خو افغانستان پکې نه دی شامل.

رویټرز راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او ایکوادور ته د بیړني خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.

په عین حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د افغانستان لپاره یې د خوراکي توکو د بیړنۍ مرستې یو شمیر پروګرامونه ځنډولي ځکه چې دا مرستې د طالبانو په ګټه کارول کیږي.