ټرمپ پنجشنبه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د ناروې د صدراعظم یوناس ګار ستور کوربه وو او د اوکرایین او روسیې د جګړې په اړه یې ځینې پوښتنې ځواب کړې.
«ما تېره شپه خوښه نه شوه. زه یې په اړه خوښ نه ووم. موږ د سولې په اړه د خبرو په منځ کې یو او دا میزایلې وتوغول شوې. زه ترې خوښ نه ووم. نو دا زما هدف وو.»
ولسمشر ټرمپ دا تبصره د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د هغه یوه مخکیني بیان ته یې اشاره کړې وه.
ښاغلي ټرمپ په هغه بیان کې پر کییف او نورو سیمو د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو ته چې د اپرېل ۲۴مې په شپه وشول د روسیې پر ولسمشر غوسه ښکاره کړې وه.
هغه پوتین ته په خطاب لیکلي وو: «زه په کییف باندې د روسیې له بریدونو څخه خوښ نه یم. ضروري نه ده، او ډېر بد وخت دی.»
«ولادیمیره، بس کړه! په اونۍ کې ۵۰۰۰ سرتیري وژل کیږي.»ټرمپ پوتین ته په خطاب
ټرمپ په تروت نومې ټولنیزې شبکې کې دا بیان خپور کړی او په پوتین یې ټينګار وکړ چې د سولې تړون وکړي.
د اپرېل ۲۴مې یعنې د پنجشنبې په شپه روسیې د اوکرایین په پلازمینه کییف او څو نورو ښارونو پراخ توغندیز بریدونه وکړل چې پکې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او تر ۹۰ زیات کسان ټپیان شول.
د روسیې توغندیز بریدونه
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو په خپل ټیلګرام لیکلي چې روسیې څه باندې ۲۱۰ ډرون او توغندیز بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۰۰ دا بریدونه د اوکرایین ځواکونو شنډ کړل.
له بم غورځوکو الوتکو او پوځي بېړیو ویشتل شوي لرې واټن ویشتونکي توغندي او کروز میزایلونه د اوکرایین په پلازمینه کییف، شاوخوا سیمو لکه ژیتومور، دنیپرو، خارکییف، پولتاوا، خمیلنتسکي، سومي او زاپروژیا ولګېدل.
روسیې دا بریدونه د اوکرایین د ۳۸ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د یوه نسبتاً ګواښوونکي وړاندیز څخه څو ساعته وروسته وکړل.
امریکا د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې ده او ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ ویلي وو چې فکر کوي له روسیې او اوکرایین سره یوه تړون ته رسېدلی دی.
هغه په سپینه ماڼۍ کې پنجشنبه ناوخته یو وار بیا ټینګار وکړ چې روسیې د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو لپاره "یوه لویه موافقه" کړې او هغه دا چې د "ټول هیواد" له نیولو څخه ډډه کوي.
ټرمپ دا هم ټینګار وکړ چې هغه "په روسیه ډیر فشار راوړي" او له همدې امله ولسمشر ولادیمیر پوتین "اوس خبرې کوي."
هغه په دواړو اوکرایین او روسیې تړون ته د رسېدو ټینګار لري.
اوکراین او د اروپا ډیری برخې د دې مفکورې په وړاندې په کلکه غبرګون ښودلی، او استدلال یې کړی دا د روسیې لپاره د ځمکې د غصب د بندولو په خاطر یو امتیاز نه دی.