ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره موافقه نژدې شوې

د امریکا استازی ویټکوف او ولسمشر پوتین

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر له روسیې او اکراین څخه وغوښتل چې د ډیرې لوړې کچې خبرو اترو لپاره دې سره وویني.

ډونالډ ټرمپ وایي، د یوې ښې ورځې له خبرو اترو او غونډو وروسته په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې لپاره پر اکثرو مهمو ټکیو موافقه شوې ده.

د جمعې په ورځ په مسکو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ستیف ویتکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درې ساعته خبرې وکړې. تر دې غونډې وروسته روسیې وویل چې دا غونډه ګټوره وه او د روسیې او متحد ایالتونو دریځونه یې یوازې د اوکراین په برخه کې نه؛ په یوشمیر نورو نړیوالو مسایلو کې هم سره نژدې کړل.

ښاغلي ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ ( سوشل تروت) کې ایتالیا ته تر رسیدو لږ وروسته د جمعې په ورځ ولیکل چې دواړه لورې اوس باید په لوړه کچه خبرو ته سره کښیني چې دا مساله حل شي.

وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه دا د ښاغلي ټرمپ لومړی بهرنی سفر دی.

ټاکل شوې ده چې ولسشمر ټرمپ به نن په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین په مراسمو کې برخه واخلي.

په مسکو کې د پرونۍ غونډې په تړاو ولسمشر ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو لیکلې دي چې موافقه نژدې شوې ده، مسکو او کییف باید په لوړه کچه خبرو ته سره کښیني چې دا جګړه پای ته ورسوي. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د وینې د بهیدو مخه باید ونیول شي، تر ټولو مهم ټکی یو توافق دی او په هره برخه کې چې اړتیا وي د دې ظالمانه او بې معنا جګړې د پای رسولو په برخه کې به مرسته وکړي او مرستې ته چمتو دی.