چارواکي وايي چې د څو نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي او له د پېښې له ځایه لوګي پورته کېږي.
چاودنه د غرمې شاوخوا دولس بجې او شل دقیقې شوې.
د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې شدت دومره ډېر و چې د څو کیلومترو لرې د ودانیو کړکۍ یې ماتې کړې او ځمکه یې ولړزوله.
په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې د چاودنې له امله خلکو، ودانیو او موټرو ته رسېدلي زیانونه ښکاره کوي.
د ایران د بیړنیو پېښو د مدیریت د سازمان ویاند حسین ظفري فارس خبري اژانس ته وویل: «د شهید رجایي بندر په سیمه کې د چاودنې ځواک دومره لوی و چې غږ او ټکانونه یې لږ تر لږه ۵۰ کیلومتره لرې احساس شول، تر دې چې ځایي خلکو حتی د ځمکې د لړزېدو راپور ورکړ.»
اور وژونکي مامورین له څرخکو په استفادې د اور د لمبو د کرارولو لپاره هڅې کوي. د بندر عباس د لویدیځو برخو اسمان تورو لوګیو پوښلی دی.
په دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر په زیاتېدو په هرمزګان ولایت کې د وینې بانک له خلکو غوښتي چې اړمنو ته وینه ورکړي.
د ایران د چاودنې اوښتي زیانونه
په اطلاعیه کې له خلکو غوښتل شوي چې د ټپیانو د ژوند د ژغورلو لپاره وینه اهدا کړي.
د تسنیم خبري اژانس ویلي چې د چاودنې ځای د شهید رجایي بندر کې یوه اداري ودانۍ وه، خو د پیښې لامل لا هم تر څېړنې لاندې دی.
د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې د خطرناکو او کیمیاوي موادو په ډیپوګانو کې شوې.
د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک ویلي دي چې د ټولو هغو لاریو د ایستلو بهیر روان دی چې ګمرکي پروسې یې بشپړې شوي دي.
د بندر فعالیتونه تر هغه وخته پورې ځنډول شوي چې وضعیت د امنیتي او مرستندویه ځواکونو په بشپړ کنټرول کې نه وي راغلی.