اصف صدیقي: د هند او پاکستان د پرخې جګړې احتمال کم دی

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان پرون سهار وویل چې موثق استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړې چې هند پلان لري په یو- دوو ورځو کې پر پاکستان برید وکړي. د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پوله ډزې تبادله شوې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ په یوه بیان کې وویل چې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې هند غواړي چې له څلرویشتو تر شپږ دیرش ساعتونو پورې پر پاکستان برید وکړي.

هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هند صدراعظم نریندرا مودي د سې شنبې په ورځ خپلو وسله والو ځواکونو ته د پاکستان پرضد د عملیاتو بشپړ واک ورکړ.

د هند او پاکستان د جګړې د احتمال او پر سیمه د دغو دوو اتومي هیوادونو د جګړې د اغېز په اړه عصمت څاروان د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني مرستیال اصف صدیقي سره مرکه کړې او لومړي یې ورڅخه پوښتلي چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه د سیمې لپاره څومره خطر زېږولی شي؟