په افغانستان کې په غیر فني ډول د قیمتي تیږو د کانونو استخراج

Afgan Minerals

د افغانستان په ختيخ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو یو شمیر سوداګر او د کانونو کارګران مني چې د ځايي خلکو او یو شمیر خصوصي کورني شرکتونو له خوا د ډبرو کانونه په غیر فني ډول کېندل کېږي چې هم کانونه زیانمنوي او هم کان کیندونکو ته په کې زیان اوړي.

په نورستان کې د نیمه قیمتي ډیرو په یو کان کې چې په ماشین سوری شوی د باروتو چاولو غږ و، دا غږ د افغانستان په ختیځ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو یو سوداګر ازادي راډیو ته رالېږل دی.

دا سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط وايي، په ختيځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ او نورستان کې د ځايي خلکو او یو شمیر خصوصي کورني شرکتونو له خوا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کانونه په غیر فني ډول کېندل کېږي چې له دې امله زیانمن او هغه څه چې ترې لاس ته هم راځي قیمت یې ډیر تيټ وي:

" کمرپیشن ماشینونو سره یې سوري کوي بیا بمونه وراچوي، نو دا چې په غیر فني ډول کیندل کېږي دننه چې کوم قیمتي کاڼې پیدا کېږي، هغه په لرزې سره ماتېږي او قیمت یې چې یو کروړ وي پنځوس لکو ته راتیټېږي یا هم تر دې هم کم."

د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو دا سوداګر وايي، د کانونو په غیر فني کیندنه کې د ټپي کېدو پېښې ډیرې دي خو ده ته چې کوم وریاد دي په تېرو څو کلونو کې یوازې په نورستان کې تر پنځو، شپږو پورې کسان یې په ترڅ کې وژل شوي هم دي.

" زمونږ سیمه کانونه زیات لري، تقریباً چې زما په یاد شي د موادو د چولو پر مهال تر پنځو شپو ته تلفات واوښتل، ټپیان خو هر کال وي، په کونړ کې هم ډیر خلکو ته تلفات رسېدلي دي."

په نورستان کې یو کان کیندونکی چې دی هم نه غواړي نوم یې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط خپله کیسه کوي چې څنګه د کار پر مهال ټپي شو:

" زه تپي شوی یم، کله چې کاڼي کې سورې کېږي او بیا سرنګ پراني کېږي، هغه مهال په ما باندې بمونه خلاص شول او ټپی شوم."

سرنګ پراني د ډبرو د کانونو کېندلو یو مهم پړاو دی، چې په ترڅ کې یې د ډبرو ماتولو لپاره لوی سوري کېږي بیا باروت په کې ځای پر ځای او چاودنه ورکول کېږي.

د افغانستان په ختیځ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو د کیندنې په چارو کې ښکېلې یوې بلې سرچینې هم دا دواړه موضوعات تایید کړل او د یو شمیر تپیانو عکسونه یې هم ازادي راډیو ته راولېږل چې په خبره په یې دې ورستیو کې د باروتو په وسیله د ډبرو ماتولو په پېښه کې د کونړ ولایت په چپه دره کې تپیان شوي دي.

مرکه شوي کسان د طالبانو له حکومت غواړي چې په مسلکي ډول د کانونو کیندنې ته پام واړول شي او قرداد شوي شرکتونه مسوول وګرځوي چې خپلو کان کیندونکو ته د خوندیتوب په برخه کې لنډ مهالۍ او اوږد مهالې زده کړې ورکړي.

د کونړ او نورستان ولایت د کانونو او صنایعو د خونې ویاند ضیا الرحمان مومند که څه هم په دې اړه چې دا مهال په دغه ولایتونو کې څومره کانونه په غیر فني ډول کیندل کېږي څه نه وايي خو دا چې غیر فني کیندنې معادنو ته څه زیان رسوي وايي:

" هغه کسان چې په غیر فني ډول په کانونو کې کار کوي، دوی د خوندیتوب اصولو ته پام نه کوي چې له امله یې ژوند له خطر سره مخ کېږي، دوهم دا چې غیر فني کان کندنه چاپیریال ته زیان اړوي او امکان شته چې شا او خوا ونې او د اوبو کومې زیرمې چې دي هغه زیانمنې یا له منځه یوسي، همداشان له څلویښتو تر شپیته فیصدو دا امکان شته چې په کانونو کې دننه چې کومه شتمني موجوده ده هغه خرابه یا له منځه ولاړه شي."

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر شیرباز کمین زاده او د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان بیا په ټول افغانستان کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د غیر فني کېندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د کانونو د برخې کارپوه او په تېر جمهوري نظام کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي که څه هم وايي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو کیندل له ډیر پخوا راهیسې د ځايي خلکو او د ځینو کورنیو شرکتونو له خوا په غیر فني او مسلکي ډول او به ډیرو ابتدايي وسایلو روان دي، تينګار کوي چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره باید له داسې شرکتونو سره قراردادونه وشي چې په سم ډول د استخراج ظرفیت ولري:

" پکار دا دي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج لپاره پوره یوه میکانیزم وي او هغه وسایل چې په نړۍ کې یې د استخراج لپاره پکارېږي استفاده شي او که قرارد هم کېږي له داسې شرکتونو سره وشي چې په سم ډول د استخراج ظرفیت ولري او نړیوال استخراجي مصونیتونه په پام کې ونیسي. "

که څه هم د طالبانو حکومت په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د لسګونو کانونو د کیندنې او استخراج په برخه کې له یو شمیر بهرنیو شرکتونو سره هم د تړونونه خبره کړې خو انتقادونه موجود دي چې لا اقل د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو د استخراج په برخه کې کیسه زړه په زړه ده او چاري فني او مسلکي شوې نه دي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډیرو کانونه موجود دي.

د دغه خونې د معلوماتو له مخې چې ازادي راډیو سره یې شریک کړي، د شاه مقصود قیمتي کاڼي په غوربند، وردګو، او د کندهار ښار په شا او خوا غرنیو سیمو کې د امام زاده شاه مقصود زیارت په لویدیځه برخه کې پیدا کېږي.

دا کاڼی زرغون روښانه رنګ لري او سپین او سره رنګ کې ډیر نادره دي.

زمرد بیا د پنجشیردرې او هندوکش غرونو په زړه کې او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادم په غرنۍ سیمه کې هم پیدا کېږي خو په پنجشیر دره کې تر ټولو زیات یعنې ۱۷۲ کانه یې تر اوسه کشف شوي دي.

یاقوت بیا د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو لکه بدخشان( خاش او کشان سیمه کې) کنړ، پنجشیر، نورستان او د کابل په جګدلک سیمه کې پیدا کېږي.

عادي یاقوت سور رنګ لري.

د بدخشان لعل هم د یاقوتو له کورنۍ شمیرل کېږي خو په جوړښت او رنګ کې ورسره توپیر لري او کانونه یې د دغه ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې دي.

فیروزه بیا چې د افغانستان بل قیمتی کاڼی دی، د بابا او هندوکش غرونو په زړه کې پیدا کېږي، په مشخص ډول په پروان او بامیان ولایت کې، د ورث ولسوالۍ په قوم سلطان سیمه کې او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اندړو سیمه کې پیدا کېږي.

او بیروج د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې ډیر پیدا کېږي لکه د نورستان، بدخشان، هزاره جاتو د غرونو په لوړو څوکو، هغه سیمې چې د هلمند سیند ترې سرچینه اخلي، جلال اباد، لغمان او د پنجشیر او پروان په سالنګ سیمه کې په پراخ ډول پیدا کېږي.

بیروج بیلابیل رنګونه لري لکه سپین، ژیړ، زرغون، ګلابي، شین او نور او تر ټولو لوی کان یې د نورستان په پارون کې دی.

د اکومارین او کونزیت کاڼو کانونه هم په کونړ او نورستان کې دي، اکومارین شین او شیشه يي رنګ لري او د نړۍ تر ټولو لوی اکومارین هم له نورستانه تر لاسه شوی دی او کونزیت بیا په ارغواني ( بنفش) او شیرچايي رنګ کې کاني دي.

سپودومین یا ژیړ کونزیت هم په کنړ ولایت کې پیدا کېږي.

د یادونې ده چې افغانستان له قیمتي او نیمه قیمتي ډیرو سربیره د سرو زرو، لیتیم، اوسپنې، کوبالټ، مسو او نورو طبیعي زېرمو د لرلو له پلوه بډایه هېواد بلل کېږي چې د دغو کانونو ارزښت درې ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.

د اقتصادي چارو پوهان له دې ډلې د پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد بشیر دویال وايي، کانونه ملي شتمني ده او باید په ساتنه کې یې له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي، نوموړی دغه شان وايي چې د کان کیندونکو خوندیتوب ته هم باید جدي پام واړول شي. سږ د مې د لومړې نېټې د کارګرانو د ورځې شعار هم "په کاري چاپېریال کې روغتیا او خوندیتوب" و .

داسې مهال چې د ښاغلي دودیال په خبره هم، په افغانستان کې نه کان خوندی دی نه کارګر.