د خواله رسنیو ځینې فعالان وايي، پر طالبانو د نیوکو له کبله نیول کېږي

عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

د طالبانو د حکومت پر سیاستونو خصوصاً د دوی له خوا په افغانستان کې د بېلابېلو بندیزونو لګولو منتقدان او پر خواله رسنیو مبصرین ادعا کوي چې په خپلو ټولنیزو شبکو د طالبانو پر حکومت د نیوکو له امله بندیان او ان شدید شکنجه شوي دي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل پر فېسبوک د طالبانو د خلاف یوې تبصرې له امله درې نیمي میاشتې بندي او سخت شکنجه شوی دی.

ده د خپلې بند خونې د حالاتو کیسه داسې وکړه:

"دوی (طالبانو) زما فېسبوک ای ډي تعقیب کړې وه، سکرین شاټ یې ترې اخیستي و، دوی داسې ساتلی وم چې نه یې ملاقات ته څوک راپرېښودل او نه راته نور کوم ترتیبات وو، هر رقم شکنجې او ځورونې یې راکړې، جوش کړې اوبه یې راباندې اړولي."

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي هم د ورته ستونزې له امله او په ورته شرایطو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د نجونو د تعلیم په اړه پر خپله فېسبوک پاڼه د یو پوسټ له امله د ځايي استخباراتي ادارو لخوا نیول شوی او شکنجه شوی دی:

"له لیکنې وروسته سبا ته فورا له ولسوالۍ زنګ راغلی، استخباراتو ور وغوښتم ما فکر نه کاوه چې داسې موضوع به وي،چې هلته ورغلم دستي یې راباندې ګذارونه پیل کړل، موبایل یې رانه واخیست او مات یې کړ، زه یې ځکه ونیولم چې د نجونو د تعلیم په اړه مې پوسټ کړی و، هلته ولسوالۍ کې یې په بند کانتینر کې یوه ورځ او یوه شپه بندي کړی وم."

دا افغانان ادعا کوي چې پر خواله رسنیو «د تېر جمهوري حکومت پر ستاینې د طالبانو پر نیمګړتیاوو او پر ادارو په نیوکو، د رشوت، جعلکارۍ، د نجونو د تعلیم په اړه په بحث، د ښځو د کار او حقونو اړوند په خبرو، د ملې بیرغ، نوروز ، د هېواد د خپلواکۍ کلیزي په مناسبت په لیکنو، د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون په هېواد دننه د بېلابېلو ګوندونو او ان پخوانیو سیاستوالو په ملاتړ پوستونو او تبصرو باندې مطلق بندیز دی.»

د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ځینو نیول شویو کسانو خپلوانو او ملګرو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دا کسان د طالبانو د حکومت پر سیاستونو او پالیسو د نیوکوله امله نیول شوي دي.

د هلمند ولایت د اوسېدونکو د سولې د ولسي حرکت غړي عبدالمالک همدرد او د الازهر پوهنتون د فارغ دیني عالم بشیر حنفي ځینو خپلوانو او ملګروچې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نومونه او غږونه خپاره شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د دوی تر نیول کېدو وروسته یې کورنیو ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي او دوی په اړه سخت اندېښمن دي.

د عبدالمالک همدرد یو خپلوان ادعا کوي، چې نومړی له تېرې یوې میاشتې راهیسې پر فېسبوک د یوې لیکنې له امله نیول شوی او د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د استخباراتو له یوې ادارې سره بندي دی.

دغه شان د بشیر حنفي ملګرو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې نوموړی له څه باندې یوې اونۍ راهیسې له یوې رسنۍ سره د نجونو د تعلیم د حقونو اړوند دمرکې له امله نیول شوی او په خبره یې اوس په لښکرګاه ښار کې د طالبانو له استخباراتو سره بندي دی.

د دوی کورنۍ د موضوع د حساسیت له امله ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

دا افغانان داسې مهال دا ادعاوې مطرح کوي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ټولنیزو رسنیو «نا مشروع او غیرقانوني» کارونې تر خبرداري وروسته، دوی د خواله رسنیو څو فعالین نیولي او د دوی د اعترافونو ویډیوګانې یې خپرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند، سیف الاسلام خیبر د می په ۱۵مه په خپله ایکس پاڼه د ټیک ټیک د دوو کارونکو ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې په خپلو کړنو پښیماني څرګندوي.

د ټولنیزو رسنیو یو کارونکی چې د "هارون پکوره" په نوم مشهور دی په دې اعترافي ویډیو کې وايي چې دی په ټیک ټیک کې له میرمنو سره د خبرو او پروګرامونو په تور د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسولینو لخوا ورغوښتل شوی او ژمنه کوي چې نور به له ښځو سره اړیکه نه نیسي او په افغانستان دننه او بهر یې له ښځو غوښتي چې د ټیک ټیک په ژوندیو بحثونو کې ګډون ونه کړي.

سیف الاسلام خیبر دغه شان، په بغلان ولایت کې د طالبانو لخوا د نیول شوي ټیک ټاکر شېر علي مبارز ویډیو هم خپره کړې چې نوموړي هم په کې په خپلوکړنو، خبرو او تبصرو پېښماني ښودلې ده.

که څه هم مشخصه نه ده چې له دې ټیک ټاکرانو په کومو شرایطو دا ویډیوګانې ثبت او اعترافونه اخیستل شوي خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته خبرداری ورکړ چې له دې شبکو څخه د”نامشروع او غیراخلاقي" کارونې له امله به له قانوني چلند سره مخ شي.

د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون خپور کړی، ویلي وه چې دغه وزارت له خپل قانوني واک او اسانتیاوو نه په استفادې د هغو کسانو یا ډلو د ټولو پاڼو او اکونټونو فعالیتونه څاري چې د ده په خبره،« هڅه کوي د دیني عقیدو د تخریب او د ټولنې روحیې ته د زیان رسولو له لارې تعصب، سپکاوي، فکري او اخلاقي انحرافاتو ته زمینه برابره کړي.»

خو د بشري حقونو ځیني فعالین دا محدودیتونه د بیان ازادۍ او بشري حقونو د لا ځپنې او د طالبانو حکومت لخوا د فضا او چاپېریال تنګول بولي.

له دې ډلې د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل:

"طالبان د خپل واک له پیله تر توسه د مدني فضا د تنګولو او د خبرو اترو د محدودولو په لټه کې دي ،دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی خصوصا کومو کسانو چې د همدې ټولنیزو شبکو له لارې افغانستان نړیوالو ته ور پېژانده، د خپلوهېوادوالو غږونه یې ,رسول، دا ظالمانه او د بشري موازینو خلاف چاره ده."

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم ګڼو افغانانو د ازادي راډیو په ګډون بېلابېلو رسنیو سره خبرو کې د نیوکو له امله د شکنجه کېدو او بندي کولوشکایتونه مطرح کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو ادارو په وار - وار د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د محدودیتونو د لګولو پر ځای دې د بشري حقونو، بیان ازادۍ او خلکو حقونو او عدالت ته زمینه برابره کړي.