د م.م خبرداری: د امریکا د مرستو کمېدا به نژدې ۷ میلیونه افغان ښځې او ماشومان اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق (یو ان اف پي اې) اجرایوي مرستیال خبرداری ورکړی چې د امریکا د ۱۰۲ میلیون ډالرو مرستې کمېدل به ۶،۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.

د شپږو ماشومانو مور اسلام بي بي تازه له پاکستانه د ننګرهار ولایت ښېوې ولسوالۍ ته راستنه شوې ده.

نوموړې وايي کوم ځای کې چې اوسېږي، د روغتيايي مرکزونو، ډاکټر او دوا له کمښت سره مخ دي، چې جدي ستونزو سره یې مخ کړي دي:

“موږ له پاکستانه راستانه شوي یو، دلته کلینیک نه لرو چې د درملنې لپاره ورشو، کله چې د شپې یا ورځې ماشومان مې یا ښځې ناروغانې شو، حیران پاتې کېږو چې چېرې ولاړ شو، باید موږ ته کلینیک جوړ شي موږ کلنیک، ښځینه ډاکترې او درملو ته شدیده اړتیا لرو.”

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکې زرغونه هم ورته ستونزه مطرح کوي او وایي، په دې ولسوالۍ کې د ګرځنده کلينيکونو له تړلکېدو وروسته روغتيايي مرکزونو سره د واټن له امله د دوى ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي:

“د محمد اغې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې دوه درې ګرځنده کلینیکونه وو چې اوس تړل شوي دي، اوس چ نیمه شپه ناروغ پېښ شي، تر څو یې چې روغتیایي مرکز ته وړو، ناروغ بدتره کېږي ځکه چې روغتیایي مرکز لرې دی او ان مور په موټر کې خپل ماشوم زېږولی دی.”

په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د بشپړ نه لاس رسي په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو په اړه اندیښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق (یو ان اف پي اې) اجرایوي مرستیال تازه خبرداری ورکړی چې د امریکا د ۱۰۲ میلیون ډالرو مرستې کمېدل به ۶،۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې کړي.

اندریو سربوتون اعلان کړی چې د دغو مرستو په بندېدو سره به د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق له ملاتړ برخمن ۹۰۰ روغتیايي مرکزونو نه ۵۰۰ یې وتړل شي.

نوموړي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان څو ولایتونو ته د خپل وروستي سفر په اړه خبریالانو ته وویل:

"ما د نړۍ په ترټولو لوی بشري ناورین کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ته د بودجې د لوی کمښت ویجاړونکي اغیزې لیدلي او درک کړي دي ، یو داسې ناورین چې ممکن د خبرونو سرټکي نه وي، خو دغه شان د نړۍ یو لوی اضطراري حالت پاتې دی."

نوموړي زیاته کړې چې په دې سفر په ترڅ کې يې په کابل، باميانو او د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنو روغتيايي مرکزونه لیدلي دي.

سربوټون څرګنده کړې چې امریکا په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق لپاره خپله نړیواله بودیجه نږدې ۳۳۰ میلیونه ډالره کمه کړې، چې ۱۰۲ میلیونه ډالر یې افغانستان ته ځانګړي شوې وه.

نوموړي ویلي چې د دې بودجې ډیره برخه د کورنیو روغتیایی خدمتونو، ګرځنده روغتیایی پاملرنو، اړین رواني- ټولنیز ملاتړ او په نړۍ کې د میندود مړینې ترټولو لوړې کچې ته په کتو په یاد هیواد کې د حیاتي خدمتونو چمتو کولو لپاره په پام کې نیول شوي وه.

دا اندیښنې وروسته له هغه دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په جنورۍ میاشت کې د ۹۰ ورځو لپاره د متحده ایالاتو ټولې بهرنۍ مرستې وځنډولې او ویې ویل چې د دې مرستو بیوروکراسۍ د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) او همکارې ادارې یې “د روغتیا نړیوال کلسټر” چې له څو نړیوالو بنسټونو جوړه شوې شبکه ده، هم په دې وروستیو کې په جلا جلا راپورونو کې ویلي چې د امریکا د دولت له لوري د مرستو د بشپړ بندولو امر په افغانستان کې د شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو د ځنډولو یا تړلو لامل شوی دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي وو چې که یوازې ۲۵ سلنه بودجه یې ورکړل شي، د ۹،۳ میلیونو وګړو له ډلې به ۷ میلیونه یې چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، له دغو خدمتونو بې برخې شي.

اوچا زیاته کړې چې د بودجې په کمېدو سره به د ۲۰۲۵ تر پایه په افغانستان کې له ۱،۹۰۰ ډیر روغتیایی مرکزونه وتړل شي.