د م.م. د کډوالو لویه کمیشنري: په یوه اوونۍ کې له ایرانه ۳۲ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (یو، این، ایچ سي، ار) وايي، د مې په دوهمه اوونۍ کې ( له ۷مې تر ۱۳نیټې پورې) له ۳۴ زرو زیات افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې اداره په یو تازه راپور کې چې د مې په ۱۶مه یې په “ریلیف” ویب‌پاڼه خپور کړی راغلي، د روان میلادي کال له پیله د مې تر ۱۳مې پورې، ټول پنځه لکه ۷،۳۰۰ افغان کډوال له ایران څخه بیرته افغانستان ته تللي، چې له دې ډلې دوه لکه ۹۳،۶۰۰ تنه یې شړل شوي دي.

(یو، این، ایچ سي، ار)، دغه شان په یوه جلا راپور کې ویلي، چې د اپریل له لومړۍ د مې تر ۱۳مې پورې یو لک او ۸۶،۲۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه هم بیرته ستانه شوي چې له دې ډلې، له ۳۵ زرو زیات یې شړل شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مې په دوهمه اونۍ کې ( له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې) په پاکستان کې له ۴ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي هم دي، خو په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي چې دا کسان لا هم بندیان دي، خوشې شوي او که افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

په ورته وخت کې، په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال په دغو ګاونډیو هیوادونو کې د افغانانو د نیولو او شړلو په اړه اندېښنه څرګندوي وایي، له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې افغان کدوال عارف ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"موږ په ایران کې ډېر بد وضعیت سره مخ یو، تر نانوايي یا دوکان نه شو تللی، د ایران پولیس افغانان په زور وړي، وهي ټکوي یې او ډېر بد چلند ورسره کوي. موږ له مسولو ادارو غوښتنه کوو چې زموږ فریاد واوري او مرسته راسره وکړي، ځکه افغانستان ته هم بېرته نه شو تلای."

په پاکستان کې افغان کډواله هدیه روشن هم له ورته برخلیک شکایت لري:

"زه مې کوم درد درته ووایم، حالت ډېر خراب دی، هېڅوک نه شي کولای بېرته خپل وطن ته ولاړ شي، ځکه هلته ستونزې دي او له مجبوري دلته راغلي. چې کله یو اېن اېچ سي ار ته زنګ وهو، وايي ستاسو کیس تر پروسس لاندې دی، دا پروسس به کله خلاصېږي؟ کله مو چې جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي؟"

د یادونې ده چې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې قانوني اسناد نه لري، خو دا لړۍ وروسته له هغې لا پراخه شوې چې یاد هیواد د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نېټې د ( اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم پیل کړ.

د (یو، این، ایچ سي، ار) د راپور له مخې، له هغه مهاله تر اوسه، له یو میلیون زیات افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایران هم په تېرو دوو کلونو کې زرګونه بې اسناده افغانان نیولي او بیرته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک د طالبانو له بیا رسېدو ورسته ، ګڼ شمېر افغانان د اقتصادي ستونزو، ناامنۍ، او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د بندیز له امله له هېواده وتلي او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته تللي، خو اوس هلته هم د ګڼو نورو ستونزو تر څنک له اجباري ستنېدنې او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.