مرسي کورپس موسسه وايي کابل د اوبو د کمښت له جدي ناورین سره مخ دی

افغانستان کې د اوبو کمښت

د مرسي کورپس په نوم یوې نړیوالې موسسې په کابل ښار کې د اوبو د جدي ناورین خبرداری ورکړی دی.

د دغې موسسې په څېړنه کې چې شنبه د جون ۷مه بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې خپره کړې راغلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ممکن کابل به ۲۰۳۰ کال پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي.

په راپور کې راغلي چې په کابل ښار کې اوس مهال ۷ میلیونه انسانان ژوند کوي.

مرسي کورپس ویلي، په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ټیټه شوي او دا چې چټکه ښاري پراختیا او د اقلیم بدلون د اوبو د بحران بنسټریز لاملونه بلل کیږي.

د ګارډین په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که په کابل کې د اوبو د کمښت بحران همداسې دوام وکړي، ښايي دغه ښار د نړۍ لومړۍ داسې معاصر ښار شي، چې د اوبو له بشپړ کمښت سره به مخ شي.

کابل کې د سړکونو پر سر ډنډ اوبه

په راپور کې کې د کابل تر ۸۰ سلنې اوبه د فاضلابو د لوړې کچې، تروتوب او آرسنیک (کیمیايي زهرجن عنصر) له امله خوندي نه دي بلل شوي.

ګارډین ویلي د کابل د ځمکې لاندې اوبو د استخراج اوسنۍ کلنۍ کچه ۴۴ میلیونه مکعب مترو ته رسیږي په داسې حال کې چې دا اندازه د پیدا کېدونکو اوبو سره برابره نه ده.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم په کابل کې د اوبو د سخت کمښت خبرداری ورکړی وو.

یونیسف د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۲۹ په یو بیان کې لیکلي وو چې که په دې برخه کې بېړني اقدامات ونه‌شي، کابل ښار به تر ۲۰۳۰م کال پورې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.

په همدې حال کې د کابل ښار د بیلابیلو سیمو یو شمېر اوسېدونکې په دې ښار کې د اوبو د کمښت خبره کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دي جدي هڅې وکړي.

رحمت الله د کابل ښار د الوخیلو سیمې اوسېدونکی دی.

«موږ څلویښت متره څاه وهلې وه، خو دا ډېر وخت وشو چې اوبه په کې وچې شوي دي، دا د ټول کلي حال دی، همدا اوس د اختر دوهمه ده خو زموږ کور کې یوه پیاله اوبه نشته چې ان چای ترې وکړو، اوس د ټانکر په انتظار ناست یو چې کله به راځي او موږ به ترې اوبه اخلو، اوبه ورځې تر بلې کمیږي، ټوله سیمه له وچکالۍ سره مخ ده حکومت باید دې برخې ته جدي پام وکړي.»

رحمت الله وايي مخکې د دوی په سیمه کې له ۳۵ تر ۴۰ متره د ځمکې ژوروالي کې پاکې اوبه راوتلې خو په خبره یې اوس په ۱۰۰ مترو کې هم دا چاره ناممکنه ده.

د کابل د ښار د خیرخانې مینې د پروژې جدید یو اوسېدونکي مزمل هم ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کمښت ټول ښاریان سخت اندېښمن کړي دي.

«په نلونو کې د میاشتې دوه ځل اوبه راځي چې دا بسنه نه کوي، موږ د میاشتې په اوسط ډول تر اته سوه افغانیو پورې له ټانکرونو نه اوبه اخلو ، دا یوه لویه ستونزه ده، د سیمې د ټولو خلکو د اوسېدونکو لپاره.»

د اوبو د مدیریت د برخې یو شمېر کارپوهان هم د کابل تر ځمکې لاندې د پاکو اوبو د کمښت ستونزه جدي بولي او وايي د طالبانو حکومت بایړ په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

له ډلې یې عبدالله هیواد ازادي راډيو ته وویل:

«کابل د اوبو له یو جدي کمښت سره مخ دی، حکومت دې هر څه عاجل د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي، کابل سیند اوبه چې پاکستان ته بهیږي باید مدیریت شي، د لوګر سیند او د پنجشیر سیند اوبه باید راوګرځول شي، دغه شان باید د دې سیندونو په اوږدو کې ژورې څاګانې وکېندل شي تر څو دا اوبه دلته زخیره شي او تر ځمکې لاندې اوبه ورسره زیاتې شي.»

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې د روان ۲۰۲۵ په فبرورۍ میاشت کې دغه وزارت ویلي وو چې د کابل مېشتو د اوبو کمښت ستونزې ته د رسېدو په هدف یې کابل ته د پنجشیر له سینده د اوبو د لېږد د پروژې سروۍ او ډیزاین چارې بشپړې کړي او د بودجې له منظورۍ سره سم به په دې پروژه کار پیل شي.

ویل کیږي چې په دې پروژه تر ۴۰۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.

د یادونې ده چې په پلازمینه کابل د اوبو د کمښت ستونزه او په اړه یې اندېښنې تازه نه دي او ان د تیر جمهوري نظام راهیسي په جدي ډول مطرح وې، خو په راپور کې مرکه شوي کسان ادعا کوي چې د هواري لپاره یې ډیرې بنسټیزې لارې نه دي لټول شوي او نه هم په دې برخه کې د پام وړ پروژې عملي شوي دي.