افغان ښځو او نجونو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا ډول ناستې دوی هیله منې کوي چې نه دي هېرې شوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹م ناسته کې چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ، د جون له ۱۶مې پیل اود جولای تر ۱۱مې دوام ومومي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وشي.
د دې ناستې د اجنډا له مخې، چې د شورا له لوري خپره شوې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی، ریچارډ بېنټ، به هم په دې اړه خپل راپور وړاندې کړي.
په دې ترڅ کې یوشمېر افغان مېرمنې او نجونې په داسې نړیوالو غونډو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو ته په هیلهمنتیا وايي، دا لامل کېږي چې نړیواله ټولنه دوی هیرې نه کړي.
د دوی له ډلې یوې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، او د طالبانو له بیاځلي ځل واکمنېدو وروسته ښوونخی کې له زده کړو راګرځول شوې، ازادۍ راډیو سره یې په خبرو کې وویل:
زما په نظر دا د خوښۍ ځای دی چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په داسې غونډو کې خبرې کېږي، او دا موضوع نه ده هېره شوې، خو هیله لرم چې دا ځل یوازې خبرې او خواخوږي نه وي، هیله ده چې د واقعي اقداماتو په اړه په جدي توګه خبرې وشي، د افغان ښځو او نجونو اړتیاوې ته لومړیتوب ورکړل شي او په دې سخت وخت کې مونږ نه د ملاتړ لپاره ریښتینی ژمنه وښودل شي.
"
له لوړو زده کړو بې برخې شوې یوې نجلۍ، چې دې هم د ورته ستونزې له امله ونهغوښتل نوم یې راپور کې واخلو، له دې ناستې خپلې غوښتنې داسې مطرح کړې:
“زه د یوې افغانې نجلۍ په توګه له دې ډول غونډو غوښتنه لرم چې له ښځو ملاتړ وکړي، جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، او پر طالبانو فشار راوړي چې له ټولنې د ښځو د لرې کولو او د دوی له سپکاوي لاس واخلي او د دوی پر زدهکړو بندیز ختم کړي.”
افغان مېرمنو او نجونو تل له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د دوی د اساسي حقونو د اعادې لپاره عملي او محسوس اقدامات وکړي، او پر طالبانو فشار راوړي چې له نقض څخه یې لاس واخلي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینیت په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، د جون په ۱۲مه خپور شوی، او تمه ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وړاندې شي، هم راغلي چې طالبان عمداً او په پراخ توګه ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو لکه د تګ راتګ، زدهکړې، کار، روغتیايي خدمتونو او د بیان له ازادۍ څخه بېبرخې کړي او عملاً یې له ټولنیز ژوند څخه ایستلي دي.
ښاغلي بېنټ زیاته کړې چې دې پراخو او سیستماتیکو محرومیتونو، یو بنسټیز تبعیضي نظام، ځپنه او زورواکي رامنځته کړی، چې د بشریت پر ضد جنایت او د جنسیت پر بنسټ ځورونه بلل کېږي.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته، د نورو محدودیتونو تر څنګ، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او په ډېریو دولتي او نادولتي اداروکې له کار کولو منع کړي دي.
خو دوی تل ادعا کړې چې د ښځو حقونه د اسلام د شریعت په چوکاټ کې خوندی دي، هغه ادعا چې ډېرو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۸م ناسته کې هم چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پیل او د اپرېل تر ۴ یې دوام وکړ، د یو شمېر ګډونکوونکو هېوادونو استازو د طالبانو محدودیتونه وغندل او د سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.