افغان ډپلوماټان او کارپوهان وايي افغانان باید د ایران او اسراییل له کړکېچه ځان لرې وساتي

د تهران جنوب کې د تیلو یو لګېدلی چاڼځای

یو شمیر افغان پخواني ډیپلوماتان او د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ایران او اسرایلو تر منځ جګړه کې ښکېل نشي. دوی وايي، د طالبانو حکومت باید مسوولانه او متوازن دریځ غوره کړي. د طالبانو حکومت پر ایران د اسراییلو ورستي بریدونه غندلي او دا یې د هغه هیواد په ځمکنۍ بشپړتیا یرغل بللی دی.

په ایران او پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داوودزی ټینګار لري چې د طالبانو حکومت باید د اسراییلو او ایران تر منځ تازه کړکېچ کې ښکېل نه شي.

داوودزي ازادي راډیو ته وویل:

«ایران چې د افغانستان ګاونډی دی او حمله پرې شوې، هلته زموږ میلیونونه افغانان هم اوسېږي، هغوی مخکې هم متضرره وو او اوس هم دي، که دا جګړه اوږده شي دوی ته ډېر ضرر رسېدلی شي، نو افغانستان او افغان سیاستوالو او مشرانو ته په کار ده چې دا جګړه دې تقبیح کړي خو یو مسولانه، متوازن او عادلانه موقف دې ونیسي، ټولې هغه هڅې دې په کار واچول شي چې د دې جګړې د سختېدو او پراخېدو مخه ونیسي.»

طالب عسکر، افغان چادري پوشه ښځه او شاه دوشمشیره زیات

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو ورستي بریدونه غندلي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په هغه غږیز بیان کې چې د شنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) د دوی د حکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزون خپور کړی ویلي، دا برید د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده او دوی یې په کلکه غندي.

نوموړي زیاته کړې چې، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لاپسې کړکېچن او اندېښمن کړی دی.

حمدالله فطرت دا هم ویلي چې اړونده خواوې د دې وضعیت د دوام او سیمه کې د ناامنۍ زیاتوالي ته اجازه نه ورکوي.

خو هم مهاله په ایران کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې له افغان کډوالو غوښتي چې له حساسو نظامي مرکزونو لرې پاتې شي او له سیاسي فعالیتونو او پارونکو موضوعاتو ډډه وکړي.
په روسیه کې افغان پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو چارو پوه غوث جانباز هم وایي، افغانستان ته په کار ده چې ځان په هېڅ صورت په دې ناورین کې ښکېل نه کړي:

«احساساتي کړنې او شعارونه افغانستان ته جائز نه دي، افغانان او افغانستان خپله له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې له سترې غمیزې او بشري، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی، تر ډېره باید دوی (طالبان) په هېواد دننه حالاتو ته متوجه شي.»

د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه د جون په ۱۳مه سهار وختي د اسرائیلو لخوا د ایران په اټومي او پوځي تاسیساتو او مهمو پوځي چارواکو باندې په لوی او ناڅاپي توګه پيل شوه.

په دې اړه نور: د ایران او اسراییل تازه بریدونه، اسراییل کې۱۳کسان وژل شوي او په لسهاوو نور ټپیان دي

د ایران تازه وژل شویو جنرالانو عکس او تر شا یې د اسراییلو د برید له امله پورته شوي لوګي

په دې لړ کې د وژل شویو په ډله کې لږ تر لږه ۲۰ لوړپوړي ایراني جنرالان شامل دي. دوی د پوځ د مشرتابه لویه برخه وه. همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام سره تړلي شاوخوا لس ساینسپوهان هم وژل شوي.

په دې اړه نور: پر ایران د اسراییل برید: د ولسمشر ټرمپ، نورو نړیوالو او افغان طالبانو غبرګون

دې جګړه ته د ګڼو هیوادونو حکومتونو، مشرانو او نړیوالو سازمانونو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

د ملګرو ملتونو شر منشي انتونیو ګوتریش ویلي، دواړه لوري باید له ډیر زغمه کار واخلي او له پراخو جګړو ډډه وکړي، ځکه په خبره یې سیمه د داسې ناورین تحمل نه لري.

Your browser doesn’t support HTML5

پراسراییلو د ایران بریدونه؛ تل ابیب کې دیوه توغندي دلګیدو شیبه