د طالبانو حکومت د دې کار لامل "د تکراري سرغړونو او د قراردادي مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راتلل" په ګوته کړل.
عکس نمایشي بڼه لري
په دې سره د آمو دریا د نفتي حوزې د تیلو د استخراج تړون چې تمه وه ۲۵ کاله دوام وکړي لغوه شو.
طالبانو د ۲۰۲۳ کال د جنوري په لومړیو کې دا تړون لاسلیک کړی وو او لا یې یواځې دوه کاله وتلي وو.
له چینايي شرکت سره د طالبانو د تړون په اساس باید دا اومه تېل په افغانستان کې چاڼ او تولید شي.
د تړون له مخې تمه وه افغانستان د استخراج شویو تېلو فیصده ګټه واخلي دې ته په پام چې د پروژې ۲۰ فیصده لومړنی مالکیت لري. وروسته د مالکیت ونډه ۷۵ فیصدو ته لوړېده.
د تړون په اساس چینايي شرکت اړ وو چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او په دریو کلونو کې دا پانګونه ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته ورسیږي.
په دې اړه نور: د طالبانو حکومت: د افچين شرکت د امو نفتي حوزه کې نوره پانګونه هم کويد طالبانو حکومت ویلي چې چینايي شرکت د پروژې د عملي چارو او عملیاتي مهال ویش پورې اړوند ډیری ژمنو کې پاتې راغی.
د سینکیانګ مرکزي اسیا د تیلو او ګازو شرکت چې له افغانستان سره دا ګډه پروژه یې افچین یادیږي لا تر دې دمه د طالبانو د یاد اقدام په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.
د دغه شرکت په پاڼه کې هم د آمو دریا د نفتي حوزې اړوند ډېر څه معلومات نه دي خپاره شوي او یواځې د دوی د پروژو په لویه نقشه کې د نورو پروژو تر څنګ د افغانستان نوم له ډېرو معلوماتو پرته راغلی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نړیوالو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې له افچین شرکت د تړون د لغوه کولو اړوند ټولې مالي او قانوني پروسې و ارزوي او خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
د وزارت د ویاند همایون افغان په حواله راغلي چې: "اسلامي امارت د افغانستان د طبیعي شتمنیو د ساتنې او د افغانانو د ګټې ډاډمنولو ته ژمن دی."
د آمو دریا نفتي حوزه د افغانستان د شمال په سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې پرته ده چې لږ تر لږه ۴۵۰۰ کیلومتره ساحه رانغاړي.
په نښه شوې سیمې د آمو دریا نفتي حوزې اړوندې دي
د راپورونو په اساس د دې حوزې ساحې د تیلو اندازه شاوخوا ۸۷ میلیونه بېرله تخمین شوې.
د طالبانو حکومت لا نه دي ویلي چې چینايي شرکت په تېرو دوو کلونو کې په یاده حوزه کې څومره پانګونه کړې خو سږ کال یې د یاد تړون د عملي کېدو پر سر د نظارت لپاره یوه داوطلبي وړاندې کړې وه.
په افغانستان کې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼې بهرنۍ پانګونې ودرېدې او لسګونه زره کسان بېکاره شول د چین له خوا د داسې پروژې پیل یو لوی اقتصادي پرمختګ یادېده.
تمه وه چې لږ تر لږه ۳۰۰۰ افغانانو ته د آمو دریا په نفتي حوزه کې د کار زمینه برابره شي.
که څه هم طالبان د داعش په شمول د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په اړه په وار وار ډاډ ورکړی خو لا هم د افغانستان له شماله منځنۍ اسیا او ورهاخوا سیمو ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د خطر په اړه اندېښنې موجودې دي.
دا امنیتي اندېښنه او تر څنګ یې د آمو دریا د لویې نفتي حوزې د تړون په برخه کې د چینايي شرکت پڅ عمل د تړون د لغوه کېدو له لویو عواملو یادیږي.
طالبان چې لا هم د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي له لومړي سره له چین سره کلکې اړیکې پالي خو لا معلومه نه ده چې له چین سره د یاد تړون لغوه کول یې اړیکې څومره اغېزمنوي.
د دې وروستي تحول سره هممهاله د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سه شنبې په ورځ د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی.
تمه ده چې حنفي له مهمو چینايي چارواکو سره هم خبرې وکړي.