د یوشمیر افغانانو تیلفوني اړیکي په ایران کې له خپلو خپلوانو سره قطع شوي

عکس ارشیف

په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وايي له څو ورځو راهیسې نه دي توانېدلي چې په ایران کې له خپلو خپلوانو سره په ټیلفون خبرې و کړي.

عبدالحکیم د افغانستان د کاپیسا ولایت اوسیدونکی وايي چې د ده دوه اوښي ( د میرمنې ورونه) درې کاله مخکې د اقتصادي ستونزو له امله د کار لپاره ایران ته تللي چې افغانستان کې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.

خو په خبره یې له دوو ورځو راهیسې یې ورسره اړیکې پرې شوي او په ایران د اسراییلو د بریدونو له امله یې په اړه اندېښمن دي.

ده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"ما مخکې هر ورځ ورسره تماس درلود او پوښتنه مې یې کوله، خو له بده مرغه له دوو ورځو راهیسې یې اړیکې پرې شوي،هر څومره چې زنګ وهو، ځواب نه راکوي او ټیلفونوته یې نه رخ کېږي، موږ، خور او مور یې ټول ډېر د وضعیت په اړه اندېښمن یو، ټوله کورنۍ ورته په تمه یو چې اړیکه مو ورسره ټینګه شي چې په څه وضعیت کې دي."

د کابل ښار اوسېدونکې مرسل هم ازادي راډیو ته وویل چې ورور یې دوه کاله وړاندېکار لپاره ایران ته تللی او له پرون راهیسې یې ټیلیفونونه بند دي او دوی یې په اړه اندیښمن دي:

"له بده مرغه زما ورور د کار لپاره تللی ځکه افغانستان کې یې کار ونه شو موندلی، خو په اوسنیو شرايطو کې ایران کې بند پاتي دی، له پرون راهیسې ایران سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي، زنګ چې وهو نه رخ کېږي، موږ ډېر اندېښمن یو، بل ایران کې مو ډېر نور خپلوان هم دي د ټولو په اړه اندېښمن یو، خدای دې خپله رحم وکړي."

ازادي راډیو له ډېرو هڅو وروسته وتوانېده چې په ایران کې له مېشتې افغانې کډوالې مرضیې سره اړیکه ونیسي، چې د امنیتي ګواښونو له وېرې یې ایران ته پناه وړې.

دې ازادي راډیو ته په وروستیو ورځو کې په ایران کې د خپل وضعیت په اړه وویل:

"نه پوهېږم نن شپه چاودنه وه که راکټ و، موږ یې غږ واورېده، د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی، خصوصاً زموږ خپل وضعیت چې انترنت ته لاسرسی نه لرو او له چا احوال واخلو، یا نور له موږ نه احوال واخلي، ځکه هم انټرنت او هم انتنونه کار نه کوي."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه خپاره شوي راپورونه وايي د ایران او اسراییلو ترمنځ په وروستیو نښتو کې یو شمیر افغانان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دا نښتې د تېرې جمعې په ورځ سهار پیل شوي او د راپورونو له مخې لاهم روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د (جون په ۱۶مه) د تهران له اوسیدونکو وغوښتل چې سم دستي دې له دې ښاره ووځي.

اسراییلو هم مخکې ورته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تهران له بېلابېلو سیمو دې خلک ووځي.

په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د تازه ګواښونو او اندیښنو سربیره، دا کډوال لا له وړاندې د روغتیایي خدمتونو، تعلیم، کار، ایستلو او ګڼ شمیر نورو ستونزو سره مخ دي، چې دوی یې په وار وار په اړه ازادي راډیو ته شکایت کړی دی.

افغانان له ډېرو کلونو راهیسې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله او ان له خطرناکو، قاچاقي او غیرقانوني لارو له افغانستانه ایران ته تللي، خو دا شمېرې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څو چنده زیاته شوي او د نورو افغانانو تر څنګ مدني فعالان، پخواني امنیتي ځواکونه، خبریالان او هنرمندان هم د امنیتي ګواښونو له امله ایران ته تللي دي.

که څه هم په ایران کې د میشتو افغان کډوالو کره شمېر معلوم نه دی، خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تیر کال په دلوې میاشت کې رسنیو ته ویلي وو چې په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي، چې ډیری یې افغانان دي.