د ایران لخوا د پنجشنبې د ورځې د توغندیو یو برید دیوه روغتون په شمول په اسراییلو کې ګڼ اهداف زیانمن کړل.
لدغه برید څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه "نه غواړي" چې په جګړه کې برخه واخلي خو که اړتیا وي اټومي وسلو ته دایران دلاسرسي دمخنیوی لپاره به اقدام وکړي.
د اسراییلو پوځي چارواکو وویل چې د پنجشنبې په ورځ ( جون په ۱۹مه نیټه) د اسراییلو د بئرالسبع سیمه کې دیوه روغتون په شمول د هستوګنې په ګڼ میشتو سیمو د ایران لخوا برید وشو. سیمه ییزو رسنیو وویل چې د سوروکا روغتون یوې څانګې ته سخت زیان واوښته، که څه هم تلفات لږ وو.
بلخوا ، د تسنیم خبري اژانس چې د سپاه پاسداران ځواکونوته نږدې رسنۍ ده ، رپوټ ورکړ چې دوی د سوروکا طبي مرکز ته نږدې د اسراییلو پوځي او استخباراتي مرکزي دفتر په نښه کړی دی.
سوروکا روغتون د اسراییلو په جنوب بئرالسبع کې د تروما دعلاج یواځنی لومړۍ درجه مرکز ګڼل کیږي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ددغه برید په وړاندې له غوسې ډک غبرګون څرګند کړ، او ژمنه یې وکړه چې ایران به د خپلو کړنو "بشپړه بیه " پریکړي.
نتانیاهو په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې وویل:
نن سهار، [ایران] د بئرالسبع په سوروکا روغتون او د اسراییلو په مرکزي برخه کې په ملکي وګړو توغندي وویشتل. موږ به په تهران کې له [هغو] څخه بشپړ قیمت واخلو.
په ورته وخت کې د اسراییلو ددفاع وزیر یسراییل کاټز وویل چې لارښوونې ورکړل شوي دي چې:
په ایران کې د ستراتیژیکو اهدافو او په تهران کې د حکومتي اهدافو په وړاندې د بریدونو شدت زیات کړاي شي ترڅو د اسراییلو دولت ته متوجه ګواښونه لیرې او د آیت الله رژیم کمزوری شي.
دایران او اسراییلو ترمینځ د بریدونو د شدت سره همهال داسې ویل کیږي چې امریکا په جګړه کې په خپلې مستقیمی مداخلې غور کوي .
وال سټریټ ژورنال د دریو با خبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ خپلو مرستیالانو ته ویلي چې په ایران باندې بریدونو کې دامریکایي ځواکونو د ګډون پلانونه یې تصویب کړي دي، خو انتظار باسي چې وګوري ایا تهران له خپل اټومي پروګرام لاس اخلي کنه.
بلومبرګ رسنۍ هم د باخبره سرچینو په حواله رپوټ ورکړی چې امریکایي چارواکي په راتلونکو څو ورځو کې، ممکن د اونۍ په پای کې، په ایران باندې د محتمل برید لپاره چمتووالی نیسي.
خو ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال دا رپوټونه تایید نه کړل، ویې ویل چې هغه د ایران سره "د جګړې په لټه کې نه دی" مګر دا چې هغه ممکن مجبور شي داسې عملیات ترسره کړي ترڅو د تهران د اټومي وسلو د پراختیا مخه ونیسي.
هغه وویل:
زه د جګړې په لټه کې نه یم." "خو که دا د جګړې او د [ایران] د اټومي وسلو درلودلو ترمنځ انتخاب وي، نو تاسو باید هغه څه وکړئ چې تاسو یې باید وکړئ." هغه وروسته وویل: "تاسو ممکن جګړه وکړئ.
وروسته ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل :
"زه ممکن دا وکړم. زه ممکن دا ونه کړم. زما مطلب دا دی، هیڅوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم،"