په اسراییل کې د سهار له ۲:۳۰ بجو لږ وروسته، د اسراییل پوځ د ایران څخه د توغندیو د راتلو خبرداری ورکړ، چې د مرکزي اسراییل په ځینو برخو کې، په شمول د تل ابیب، او همدارنګه د اسراییل تر اشغال لاندې لویدیځې غاړې کې د هوایی برید د خطر زنګونه وشرنګیدل.
د اسراییلو پوځ وویل چې په ورته وخت کې، اسراییل په ایران کې د توغندیو د زیرمو او د توغندیو د توغولو مرکزونه په نښه کړې دي. د اسراییل پوځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا حملې یې د ایران په مرکزي سیمو کې روانې دي.
د اسراییل یوه پوځي چارواکي وویل چې ایران پنځه بالستیک توغندي توغولي دي او د توغندیو د اغیزو سمدستي نښې نښانې نه دي لیدل شوي.
پرون هم ایران پر اسراییل پراخ بریدونه وکړل او په همدې ورځ
د فرانسې، بریتانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې په ګډون، د سویس په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره غونډه وکړه.
تر دې خبرو وروسته چې څو ساعته یې دوام وکړ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وویل چې هغه "له ایران سره د روانو خبرو اترو دوام ته سترګې په لار دی."
پداسې حال کې چې خبرې اترې پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسیدې، اروپايي اتحادیې وروسته په یوه بیان کې وویل چې وزیرانو خپل نظر څرګند کړ چې ټولې خواوې باید د داسې ګامونو له پورته کولو ډډه وکړي چې په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم پسې زیاتوي او دا ډاډ هم ترلاسه شي چې ایران به هیڅکله اټومي وسله نه ترلاسه کوي.
په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د پراخیدونکي اټومي پروګرام په اړه خپلې اوږدې اندیښنې تکرار کړې او ویې ویل "هیڅ معتبر ملکي هدف نلري."
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته دوې اونۍ وخت ورکړی دی چې ممکن برید پرې وکړي، اروپایي اتحادیه وایي چې همدا د دیپلوماسي لپاره یو زمان دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي NBC نیوز ته په دې تړاو وویل چې دا د متحده ایالاتو مربوط ده چې د خبرو اترو له لارې د حل لارې ته د تګ لپاره خپله اراده وښيي.
په جینیوا کې د دریو اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له لیدنې وروسته، عراقچي په یوه بیان کې وویل چې ایران چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ په اړه غور وکړي "که چیرې یرغل ودرول شي او یرغلګر مسوول وګڼل شي."
هغه په بیان کې ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیو په تړاو خبرو ته چمتو نه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکې کې به له اروپایي لورې سره بیا هم خبرې وکړي.
بل لور ته عرب لیګ د ایران د اټومي پروګرام په تړاو پر خبرو ټینګار وکړ.
د عربي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ په استانبول کې غونډه وکړه. دوی په ایران باندې د اسراییل برید وغانده او دا یې د ملګرو ملتو د یوه غړي هیواد د حاکمیت ښکاره سرغړونه وبلله. د دې هلو ځلو په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا ټاکل شوې ده چې نن شنبه د اسلامي همکاریو د سازمان د غړیو هیوادو د بهرنیو چارو وزیران د ایران او اسراییل ترمنځ پر روان کړکیچ خبرې وکړي چې حل لاره ورته پیدا کړي.