پاکستان : افغانستان کې د "ترهګرو ډلو موجودیت" د همکاریو پر وړاندې خنډ دی ; طالبان دا ادعا ردوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي په افغانستان کې د "ترهګرو ډلو موجودیت" د دواړو هیوادونو د بشپړو اړیکو پر وړاندې خنډ دی. شفت علي خان خبریالانو ته وویل چې دا مسئله له افغان لوري سره د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ده او د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ په چوکاټ کې هم بحثونه پرې کیږي.

د پاکستان حکومت یو وار بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په موجودیت ټینګار کړی دی.

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي د طالبانو تر واک لاندې په هغه هیواد کې د ترهګرو پټنځایونه هغه مسله ده چې تل یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخه اړیکو مخه یې نیولې ده.

شفقت علي خان پرون جمعه د اګسټ په ۲۲ مه په خپل اونیز کنفرانس کې وویل دا مسئله له افغان لوري سره د خبرو اترو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې همکارۍ په چوکاټ کې هم بحثونه پرې کیږي.

نوموړي هیله وښوده چې طالب چارواکي به په دې برخه کې د پاکستان مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او دا چې درې واړه هیوادونه کولای شي اقتصادي همکارۍ، سیمه ییزې اړیکي او د سوداګرۍ له ظرفیت په بشپړ ډول ګټه پورته کړي.

له دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي وو چې طالبان باید د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ د ساتلو لپاره د نړیوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر له لوري د اګسټ په ۲۱ مه په خپور شوي بیان کې راغلي چې نوموړي د طالبانو له رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په لیدنه کې ویلي چې د طالبانو حکومت باید په امنیتي برخه کې د چین اندېښنې درک او په دې اړه همکاري نوره هم زیاته کړي.

په همدې حال کې د امنیتي او پوځې برخې یو شمېر افغان کارپوهان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجودیت د هغه هیواد په ګډون د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ بولي.

له ډلې یې نثار احمد شیرزي ازادي راډيو ته وویل:

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو دوامداره شتون او د دوی فعالیتونه د افغانستان، ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو لپاره خطرناکې پایلې لري، دا ټول روزل کیږي، د دوی لپاره د روزنې کمپونه جوړ شوي او د افغانستان د کانونو له پانګې دوی تجهیز شوي او په سیمه او نړۍ کې د خطرناکو او استخباراتي بریدونو لپاره چمتو دي، د دوی فعالیتونه ترهګریز دي چې په ځانګړي ډول د آسیا امنیت ګډوډوي.


خو د پوځي چارو پوه احمد خان اندړ وايي ګاونډي او د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د دغه ډلو د فعالیتونو په اړه د خپلو اندېښنو د پای ته رسولو لپاره باید ګډ اقدامات وکړي.

که زموږ ګاونډي یا د سیمې او ان د نړۍ هیوادونه په ریښتیا د ترهګرو ډلو د فعالیتونو څخه ویره او خطر احساسوي، نو اړینه ده چې د دې ستونزې د حل لپاره او د دې نړیوالې پدیدې سره د ګډې نړیوالې مبارزې لپاره امنیتي پلانونه جوړ شي تر څو د ترهګرو ډلو له لوري رامنځته شوي خطرونه له منځه یوړل شي..


دی وايي که د دې ډلو د ځپلو لپاره ګډه مبارزه ونه شي، نو په راتلونکي کې د یو بل ملامتول د ګاونډیو هیوادونو سیاسي، اقتصادي او ان کلتوري اړیکې خرابولی شي، چې د هیڅ هیواد په ګټه به نه وي.

د طالبانو د حکومت ویاند په وار وار په افغانستان د داعش او القاعده په ګډون د هر ډول ترهګرو ډلو شتون رد کړی او په دې اړه یې اندېښنې بې بنسټه بللي دي.

تازه پرون د اګسټ په ۲۲ مه ذبیح الله مجاهد یو وار بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هیوادونو هیوادونو د اندېښنو په ځواب کې وویل چې د افغانستان د بې ثباته کولو له هڅو باید ډډه وشي.

نوموړي له دې مخکې ویلي هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر ضد وکاروي، خو د تاجکستان او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هیوادونو په وار وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

څه موده وړاندې د روسیې د دفاع وزیر د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په بشکیک کې وویل چې په افغانستان کې د ګڼ شمیر سخت دریځو ډلو فعالیتونه د منځنۍ آسیا لپاره ترټولو لوی ګواښ دی.

د روان کال د مۍ میاشتې په ۲۸ مه د روسیې ټاس خبري اژانس د هغه له قوله وویل چې له ۲۰ ډېرې افراطي ډلې چې له ۱۵ زره ډېر جنګیالي لري په افغانستان کې فعال دي او له افغانستان سره په پوله او له هغې ورهغه خوا هیوادونو کې د دوی د نفوذ احتمال مخ په زیاتېدو دی.