دوی وايي، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې افغانستان بانک باید زاړه بانک نوټونه له بازار ټول او نوي وړاندې کړي.
د کابل ښار د پکتیا کوټ سیمې یوه اوسېدونکې شکایت کوي، چې دوکانداران ورنه د سودا د اخیستلو پر مهال زړې پیسې نه اخلي. خو په خبره یې نوې پیسې په بازار کې ډېرې کمې دي او ان د طالبانو حکومت د دوی د کورنۍ نارینه غړو ته چې کار کوي هم، تنخوا په همدې زړو پیسو ورکوي.
کله مو چې نارینه کور ته معاش راوړي ډېرې زړې پیسې راوړي چې هیڅ د کار نه ديد کابل یوه اوسیدونکې
دې چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل" کله مو چې نارینه کور ته معاش راوړي ډېرې زړې پیسې راوړي چې هیڅ د کار نه دي، خصوصاً، سلګون او پنځوس ګون، هره میاشت یې چې تنخوا راوړي دوه، درې زره یې سلګون او پنځوس ګون نوټونه وي، خوړېنې او شلېدلې وي، چې دوکاندارنو ته یې وړو، رانه یې نه اخلي وایې دا نه چلېږي. "
د کابل د احمد شاه بابا مینې ( ارزان قیمت ) سیمې اوسېدونکی احمد جان هم ورته اندېښنه څرګندوي.
دې چې وزګاره دی، خو ورور یې له بهر ورته د کور د خرڅ پیسې ورلېږي، وايي صرافان هر وخت زاړه بانک نوټونه ورکوي، چې بیا ورسره ستونزه کې وي" نه پوهېږم چې دولت ولې دې ته توجه نه کوي، صرافانو سره زړې پیسې وي، هغه پیسې تاته درکوي چې هیڅ د استعمال وړ نه وي، چې کله یې مونږ جیب ته اچوو یو بل ځای ځو ورنه ګټه اخلو او دکاندار ته یې ورکوو هغه یې نه اخلي، وايي چې پیسې زړې دي سودا نه شم درکولای، یا ماتې نه شم درکولای. "
پلورونکي او دوکانداران هم دا ستونزه تایدوي.
د کابل په کارته نو سیمه کې یو خوراکه پلورونکي مصطفی ازادي راډیو ته وویل" پېرودنکي دیر وخت زمونږ دوکان ته زړې پیسې راوړي مونږ یې له مجبوریته اخلو، خو مونږ یې چې کله بل مشتري ته ورکوو هغه یې نه اخلي. بله ستونزه هم ده، مونږ چې کله له تجار څخه مال اخلم، هغه هم زړې پیسې نه اخلي او نوې غواړي، دولت څو ځلې اعلان وکړ چې زرې پیسې یې سوځولوي او له منځته یې وړي خو بازار له زړو پیسو ډک دی، له دولت څخه مو هیله ده چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې حل کړي. "
پېرودنکي دیر وخت زمونږ دوکان ته زړې پیسې راوړي مونږ یې له مجبوریته اخلو، خو مونږ یې چې کله بل مشتري ته ورکوو هغه یې نه اخلي.د کابل یو دوکاندار
دوی د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې له افغانستان بانکه غواړي، چې زاړه بانک نوټونه له بازار ټول او پر ځای یې نوي وړاندې کړي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په تېره سرطان میاشت کې د دغه بانک مرستیال صدیق الله خالد ملت ته د حساب ورکونې په نوم غونډه کې ویلي وو، چې دوی تیر کال له شپږو زونونو څخه د ۵ ملیارده افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه راټول کړي او له پولي جریان څخه یې ایستي دي.
خو پر ځای یې بازار ته د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو په اړه څه نه دي ویلي.
د ټولنیزو چارو کارپوهان له دې ډلې مجیب لحاظ بیا د خلکو له خوا د دغه بانک نوټونو په سمه ساتنه هم ټینګار کوي.
ښاغلی لحاظ وايي خپله د پیسو د ساتلو لپاره په جیب کې بټوه ګرځوي او له نورو هم تمه لري، چې ساتلو ته یې جدي توجه وکړي" لکه څنګه چې د پیسو ګټل او درلودل ارزښتمن دي، د پیسو ساتل همدومره یې ساتل هم ارزښتمن دي، متاسفانه زمونږ په هیواد کې په دې برخه کې هم ستونزې شته، د پیسو د ساتلو فرهنګ اصلاً دلته عام نه دی، په دې اړه تر ډیره خلک عامه پوهاوی هم نه لری، چارواکو ته پکار ده چې په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې ساتنه ورباندې په یو ډول جبري کړي. "
ښاغلی لحاظ دغه شان وايي، بله لاره دا ده چې د معاملو پر مهال د پیسو نه د استفادې پر ځای لکه په نورو ډیری هیوادونو کې له بانکي کارتونو استفاده وشي، چې دا په خبره یې هم د پیسو انتقال اسانه کوي او هم یو خوندي سیستم دي.
په راپور کې مرکه شوي کسان وايي، د افغانۍ ټول بانک نوټونه زاړه شوي خو سلګون، پنځوس ګون، شل ګون او لس ګون چې په ورځنیو معاملو کې ترې زیاته استفاده کېږي، بیا ډېر زاړه او وارسته شوي دي.