د کابل – کندهار پر لویه لاره بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي

د اسلام قعله-هرات په لاره له خونړۍ ټرافیکي پېښې چې لسګونه کسان په کې مړه شول یوه اونۍ وروسته د کابل-کندهار د لوې لارې په اوږدو کې د ارغندې په سیمه کې یوې بلې ټرافیکې پېښې د لږ ترلږه ۲۵ کسانو ژوند واخیست.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، کورنیو رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره شپه د اګسټ په ۲۶ مه د ۵۸۰ بس موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې ۲۷ نور کسان په کې ټپیان شوي هم دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلونکې بې احتاطي بللې ده.

په ورته وخت کې د قربانیانو یو شمېر خپلوان او د پېښې عیني شاهدان دا پېښه زړه بوږنونکې بولي او وايي دغه ډول پېښې تر ډېره د ټرافیکي قوانینو د نه مراعت کولو له امله رامنځته کیږي.

دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره اړین او عاجل اقدامات وکړي.

د هیواد دقیق په نوم د پېښې د یو قرباني شوي میوند زرمتي ملګري ازادي راډيو ته وویل چې هغه ۲۸ کلن وو او تازه یې واده کړی وو:

"هغه زما د ننګرهار پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې ټولګیوال و، وروسته یې په وطن ټلویزیون کې کار کاوه، تېره شپه د کابل – کندهار په لار په ټرافیکې پېښه کې ومړ، موږ ډېر نږدې دوستان وو، ډیری وخت مو دې لاره یو ځای سفر کاوه."

د پېښې یو عیني شاهد د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"زه کندهار ته روان یم، دا پېښه مو په لاره کې ولیدله ډېره زړه بوږنونکې وه، بس له سړک لاندې چپه شوی و، زه نه پوهیږم څومره کسانو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي خو ډېر زیات وو، دا ډېره غمجنه پېښه ده، دا ټول د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي."

دا په تېرو نږدې اته ورځو کې په افغانستان کې دوهمه خونړۍ ټرافیکي پېښه ده چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اړوي.

د روانې اګسټ په ۱۹ مه د اسلام قعله – هرات په لار له ایرانه د راستندونکو کډوالو یو بس موټر د تیلو له یو ټانکر موټر سره ټکر وکړو چې له امله یې نږدې ۸۰ کسان مړه شول.

د هغه پېښې لامل هم د موټرو تېز تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوی وو چې پراخه کورني او نړیوال غبرګونونه یې هم لرل.

په افغانستان کې ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د منظم ټرافیکي سیستم نشتوالی هغه عوامل بلل کیږي چې له امله یې دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځته کیږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست وړاندې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر جدي میاشتې پورې په ټول افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه شوي او ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.