د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۸

خبرونه

کاناډا د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر مېرمنې روزي 

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې کاناډا یوشمېر افغان مېرمنې د سوداګرۍ په برخې کې روزي.

د دغې خونې د عامه اړیکو مسوول صیام الدین پسرلي ازادي راډویوته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د کاناډا یو پلاوی افغانستان ته راشي او شاوخوا ۴۰ ښځو ته به د سوداګرۍ په برخه کې روزنه ورکړي.

چارواکي وایي چې اوسمهال ښځي د افغانستان په اقتصادي وده کې شاوخوا ۸۰ سلنه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ونډه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ایراني او اروپایي ډیپلوماتانو غونډه

په جینوا کې د ایران او لویدیځو دیپلوماتانو غونډه-ارشیف
په جینوا کې د ایران او لویدیځو دیپلوماتانو غونډه-ارشیف

ټاکل شوې ده چې نن په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو یوشمیر اروپایي سیالانو سره غونډه وکړي.

که څه هم تر دې مخکې عباس عراقچي ویلي و چې تر هغو به یې هیواد خبرو ته چمتو نه شي چې پر ایران د اسراییل بریدونه روان وي، خو د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې اوس عراقچي هیلمن دی چې له یوې اونۍ راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه دیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي.

د جینوا په ننۍ غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران، همداراز د اروپایي ټولنې یوشمیر استازي برخه واخلي.

د دې خبرو تر پیلیدو مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي عراقچي په وینا د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې وایي، د ایران د بالستیک توغندیو په تړاو خبرې ممکن نه دي او په جینوا کې به پر سیمه ییزې ستونزې او د ایران پر اټومي پروګرام تمرکز وشي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لېمي وویل، اوس د دیپلوماسي لپاره دوې اونۍ وخت شته چې یوه حل لاره ومومو. د ښاغلي لېمې اشاره د امریکا د ولسمشر خبرو ته وه چې پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت وویل، ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پریکړه وکړي چې د ایران په جګړه کې مستقیمه برخه واخلي که نه.

جنوبي وزیرستان: ډرون برید یو ماشوم وژلی، پنځه ټپیان شوي

د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.

د سیمې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې برید د مکین په دشکه سیمه کې شوی دی. د ده په وینا، په ډرون برید کې د یو ښوونځي زده‌کوونکي لګېدلي دي..

دغه چارواکی وايي ژوبل ماشومان د زرمک روغتون ته رسول شوي چیرته چې د هغوی درملنه روانه ده.

په شمالي او جنوبي وزیرستان او څېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم په ډرون بریدونو کې ملکي کسان او په ځانګړي ډول ماشومان مړه او ژوبل شوي دي چې پر ضد یې خلکو مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې افغان موټر چلوونکو ته کلنۍ ویزې ورکړي

د پاکستان حکومت وايي چې پریکړه یې کړې چې افغان موټر چلوونکو ته داسې کلنۍ ویزې ورکړي چې بیا بیا پرې پاکستان ته سفر کولی شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د جون په ۲۰مه په ټویټر کې وویل چې د دې کټګورۍ لپاره د ویزې فیس به ۱۰۰ ډالر وي.

سفارت دا هم وویل چې غوښتونکي اړ دي چې یو عکس، د خپل پاسپورټ کاپي، د تابعیت کارت، د موقتي داخلي سند (TAD)، د راجستر شوي ټرانسپورټ شرکت څخه د کار لیک او د موټر چلولو یو معتبر جواز انلاین اپلوډ کړي.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ، د افغانستان - پاکستان په لاره سفر کوونکي افغان موټر چلوونکو تل د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د ستونزو په اړه شکایت کړی دی.

تر ۶۰ ډیرو اسراییلي الوتکو نن پر ایران بمبارد وکړ

پر ایران د اسراییل د برید له امله راپورته شوی لوګی-ارشیف
پر ایران د اسراییل د برید له امله راپورته شوی لوګی-ارشیف

د اسراییل هوایي ځواکونه وایي، نن یې د ایران په لسګونه سیمې په نښه کړې دي.

د اسراییل دفاع وزارت په ټیلګرام کې لیکلي دي، تر شپیتو ډیرو (IAF) جنګي الوتکو په دې بمباریو کې برخه واخیسته.

د اسراییل دفاع وزارت څرګندوي چې د ایران صنعتي سیمې یې په نښه کړې دي، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په دې ځایونو کې ایران وسلې جوړوي.

ایران د اسراییل جنوبي سیمې په توغندیو وویشتې

د ایران له برید وروسته د اسراییل په جنوب کې یوه ودانۍ
د ایران له برید وروسته د اسراییل په جنوب کې یوه ودانۍ

د اسراییل په جنوب کې د بیر سباع په سیمه او د هغې شاوخوا کې د ایران د توغندیو په تازه برید کې اووه تنه ټپيان شوې دي.

د راپورونو له مخې په دې برید کې شاوخوا ودانۍ ډیرې زیانمنې شوې دي.

د ایران د دې حملو ټپیان روغتون ته لیږدیدلي دي.

دا دوهمه ورځ ده چې د بیر شبع پر ښار د ایران توغندي لګیږي.

د افغانستان پر فضا بهرنۍ الوتنې زیاتې شوې

د الوتنو د څار ویبپاڼې په باور د ایران او اسراییل د جګړې له امله د افغانستان پر فضا نړیوال پروزاونه نږدې پنځه برابره زیات شوې دي.

د دې ویبپاڼې د راپور له مخې پخوا به هره ورځ شاوخوا پنځوس الوتنې د افغانستان له سره تېریدې چې نن سبا یې شمیره دوه سوه اتیاوو ته رسیدلې ده.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ایران هوایي حریم د جګړې له امله بند شوی دی.

هره الوتکه چې د یوه هیواد پر فضا تیریږي د هغې د وزن له مخې محاسبه کیږي چې څو ډالره باید ورکړي. د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان(ICAO) د اصولو له مخې په ځینو مواردو کې دا فیس تر زر ډالرو زیاتیږي.

افغانستان د مسافر وړونکو او کارګو الوتکو له درکه چې پر فضا یې تیریږي د هرې الوتکې پر سر له څلور سوه تر اته سوه ډالرو پورې ترانزیټ فیس ترلاسه کوي.

لیونل مسي خپل ټیم بریا ته ورساوه

لیونل مسي او سیال یې بیګانۍ لوبه کې
لیونل مسي او سیال یې بیګانۍ لوبه کې

د فوټبال کلپونو په نړیوال جام کې انټرمیامي د مسي په هڅو خپل سیال ته ماته ورکړه.

انټر میامي چې ۲ پر ۱ پورتو لوبډله ماته کړه.

په دې لوبه کې پورتو لومړی ګول په ۸ دقیقه کې ترسره کړ. میامي ټیم په ۴۷ دقیقه کې مساوي ګول ترسره کړ او بلاخره د نړۍ وتلي فوټبال لیونل مسي وتوانېد په یوې ازادې ضربې سره د خپل ټیم په ګټه دویم ګول ووهي.

د نړۍ د فوټبال کلپونو اتلولي سیالۍ د ۳۲ کلپونو تر منځ د جون له ۱۵مې پيل شوي.

ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته د طالبانو نوی خبرداری

طالب عسکر کابل کې
طالب عسکر کابل کې

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته خبرداری ورکړی چې خپل نعتونه او ترانې د سندرو په طرز وړاندې نه کړي.

د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه دا تازه خبرداری خپور کړی.

هغه ټینګار کړی چې له سرغړونکو سره به اصولي چلند وشي.

په بیان کې ټینګار شوی چې ترانې او نعتونه د پوهې او فکري پراختیا ژبه ده او د طالبانو په خبره چې باید «تحریف او بې ارزښته نه شي».

د طالبانو حکومت مخکې هم څو واره ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته ته په دې اړه خبرداری ورکړی.

د طالبانو اکثر غړي د ترانو شوقیان دي او د دوی په بیا راتګ سره د ترانو او نعت خوانانو له خوا ګڼې ترانې ثبت او وړاندې شوي.

اکثر دا ترانې او نعتونه د افغان مشهورو سندرغاړو نغمې، احمد ظاهر یا ځینو هندي سندرو او کمپوزونو په څېر لوستل شوي.

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي له دوو اونیو راهیسې لادرکه ده

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي
افغان سندرغاړې زلاله هاشمي

زلالې هاشمي کلونه مخکې د افغان ستوري په نوم په یوه رقابتي پروسه کې ګډون کړی وو او د یوه محدود وخت لپاره یې سندرې وویلې.

ځینو رسنیو د زلالې هاشمي د کورنۍ په حواله راپور ورکړی چې هغه په کابل کې له خپله کوره وتلې وه او د دوو اوونیو په تېرېدو یې لا د مرګ او ژوند خبر نشته.

د ښځو د حقونو ځینو فعالانو هم د زلالې هاشمي په ورکېدو سخته اندېښنه ښوولې ده.

د راپورونو له مخې زلاله چې واده شوې ده د یواځیني څلور کلن ماشوم صحي وضعه یې ښه نه ده.

د طالبانو حکومت لا د دې افغان سندرغاړې په ورکېدو څه تبصره نه ده کړې.

طالبانو په موسیقۍ او سندرغاړو کلک بندیز لګولی او په افغانستان کې پاتې ځینې سندرغاړي په پټه ژوند کوي او له سختیو سره مخ دي.

د تخار یوې محکمې د دریو خبریالانو دبرائت حکم صادر کړ

له ښۍ خوا ، نصرت‌الله ابراهیمی، منیر هدف و اسدالله تیمور
له ښۍ خوا ، نصرت‌الله ابراهیمی، منیر هدف و اسدالله تیمور

دافغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ایزو منابعو له قوله رپوټ ورکوي چې په تخار کې د طالبانو د حکومت ابتدايي محکمې د دریو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ.

نصرت الله ابراهیمي، منیرهدف او اسدالله تیمور تبعیدي رسنیو سره په همکاري تورن او څه د پاسه یوه میاشت بندیان وو .

یوې محلې سرچینی دافغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي چې دتالقان دښاري ابتدایي محکمې غونډه نن د تورنو کسانو ، ددوی د وکیلانو او خپلوانو په حضورکې وشوه.

سرچینه زیاتوي چې قاضی ددغو خبریالانو د برائت او بشپړې آزادي چې پخوا په ضمانت آزاد شوي وو، حکم صادر کړ.

دغه دریواړه خبریالان د" افغانستان انترنشنل" تلویزیونی چنل سره په همکاري تورن شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG