نړۍ
د فرانسې خبري اژانس: داعش ډلې د سوریې ۱۵ سرتېري وژلي

د فرانسې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په حواله ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د برید په پایله کې د سوریې ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس بیا په دې برید کې د ۱۳ پوځیانو وژل کېدل او د ۱۸ نورو ټپي کېدل تایید کړي.
ويل کېږي چې ښايي په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي ځکه چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سوریې د پوځیانو پر یوه موټر باندې دا برید پرون د پالمیرا په دښته کې شوی دی.
که څه هم د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې د برید پړه پر داعش اچولې، خو داعش تر اوسه په رسمي ډول د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، که څه هم ۲۰۱۹ کال د داعش خلافت ماته وخوړه خو دې ډلې په سوریه کې خپلو وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسيې د اوکراین ختیځ کې د دوو کلیو د نیولو ادعا کړې

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین د ختیځې سیمې دونتڅک دوه کلي نیولي دي.
دغه وزارت نن شنبه ( د سنبلې لومړۍ نیټه) پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې دا کلیدي کلي هغه سړک ته نژدې دي چې د اوکرایني پوځ د لوجستیک یوې اډې ته غځیدلی.
پر اوکراین د روسیې له خوا پوځي فشار داسې مهال په زیاتیدو دی چې په نړیواله کچه د دغې جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.
د اوکراین پوځ د دغو کلیو د له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې ده چې تیره شپه روسیې پر دغه هېواد شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکې توغولي چې دیرش یې دوی کشف اوشنډې کړي.
په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی

د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي.
چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی.
رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي.
چین بیا وایي، کوربه هېوادونه د ژمنو له مخې باید د دیپلوماتیکو ادارو د جوړښت ملاتړ وکړي.
چین ۲۰۱۸ کال کې لندن کې د خپل سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه واخیسته چې ۲۰۲۲ کال کې یې ورغوي.
ولسمشر ټرمپ یو خپل نژدې ملاتړی د هند د سفیر په توګه وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ( د اګست ۲۲مه) خپل نږدې سیاسي ملاتړی سرجیو ګور په هند کې د خپل هیواد د سفیر په توګه وټاکه.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اته دیرش کلن ګور په چټکۍ سره په محافظه کار سیاست کې سر اوچت کړ او په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ یو له خورا پیاوړیو مرستیالانو څخه شو، چې له ټرمپ سره د دوی د وروستۍ وفادارۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شاوخوا ۴۰۰۰ ګمارنو د ارزونې مسوولیت یې ترسره کړ.
ټرمپ وویل چې ګور به د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړي.
دا ګمارنه د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د کړکیچونو له زیاتیدو وروسته شوې، هند په وروستیو ورځو کې له روسیې او چین سره د لوړې کچې غونډې جوړې کړې دي.
پولیسو د بنګلور په لوبغالي کې د ښځینه کرکټ د نړیوال جام لوبې بندې کړې

هند اعلان وکړ چې د بنګلور په لوبغالي کې به د ښځینه کرکټ نړیوال جام لوبې ونه شي.
فرانس پریس اژانس د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) راپور ورکړ چې په سیمه کې پولیسو په دې لوبغالي کې د لویو لوبو اجازه نه ده ورکړې. پولیس وایي چې دا لوبغالی د ډیرو نندارچیانو لپاره خوندی نه دی.
د بنګلور په لوبغالي کې سږکال د جون میاشتې په څلورمه د هند د غوره لیګ د سیالیو تر پایلوبې وروسته چې کله د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې مینه والو اتلولي لمانځله، یولس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.
ټاکل شوې ده چې د ښځینه کرکټ د یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام لوبې د راتلونکې میاشتې په دیرشمه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي.
د دې هیوادونو د لوبډلو ترڅنګ د استرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، پاکستان او بنګله دیش ټیمونه په دې جام کې برخه اخلي.
د ایران پر اټومي پروګرام یو ځل بیا خبرې کیږي

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د ایران او اروپایي هیوادو د دیپلوماتانو ترمنځ غونډه وشي.
رویټرز اژانس د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر جان نویل بارو په وینا خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په تړاو بحث وشي.
ښاغلي بارو په ایکسپاڼه کې د جمعې په ورځ ناوخته ولیکل چې د دې غونډې په تړاو یې له جرمني سره هم سلامشوره کړې ده او له ایراني لورې سره هم غږیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر سره تر ټیلفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل چې موافقه وشوه چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپایي ټولنې له استازیو سره به دا خبرې د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په کچه د سې شنبې په ورځ وشي.
وسله والو د ایران په ایرانشهر کې د پولیسو پر موټر ډزې کړي

د ایران فارس خبرې اژانس نن خبر ورکړ چې ناپیژاندو وسله والو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په ستر ښار ایرانشهر کې د پولیسو پر دوو موټرو ډزې وکړې.
فارس خبرې اژانس په دې پېښه کې د پنځه پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ. دغه اژانس د یوشمیر پولیسو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی، خو د ټپیانو شمیرې یې نه دې څرګندې کړي.
د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تر ډیره دا ډول بریدونه سني بلوچ یاغیان کوي، خو د ننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
یو اوکراینی د روسیي ګازو د پایپ لاینونو د تخریب په تور نیول شوی

په ایټالیا کې یو اوکراینی د هغو چاودنو په تور نیول شوی چې په ۲۰۲۲ کال کې ترسره شوې وې او د نورد سټریم ګازو پایپ لاینونه یې زیانمن کړي وو.
شکمن کس، چې د ایټالیا پولیسو یې نیول تایید کړي ، د جرمني څارنوالانو لخوا د جرمني د محرمیت قوانینو سره سم یوازې د سرهي K په نوم پیژندل شوی.
د جرمني فدرالي څارنوالانو وویل چې هغه له یوې ډلې سره د تړاو په تور تورن دی چې ادعا کیږي د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په شپږ ویشتمه د ډنمارک د بورنهولم ټاپو ته نږدې د بالتیک سمندرګي په غاړه کې د نورد سټریم یو او نورد سټریم ۲دوه پایپ لاینونو کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
نورد سټریم، چې د روسیې ګاز جرمني ته انتقالوي د روسیې د دولت تر واک لاندې د ګازپروم ملکیت دی او د لویو اروپایي انرژي شرکتونو لخوا په ګډه تمویل کیږي.
د کراچۍ په یوه ګودام کې د چاودنې له امله ۴ کسه مړه شوي دي

په پاکستان کې په یوه ګودام کې په څو چاودنو کې لږترلږه څلور کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا پیښه د کراچۍ ښار په یوه مزدحمه سیمه کې رامنځته شوه.
د کراچۍ د پولیسو ویاند وویل چې د اورلوبو وسایل په ګودام کې په غیرقانوني ډول ساتل کیده او ګمان کیږي چې د بریښنا شارټي چاودنه رامنځته کړې ده.
د هغې لوړ پوړیزې ودانۍ اوسېدونکي چې ګودام پکې موقعیت لري، ایستل شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا نوی شارژ دافیر وټاکل شو

امریکایی ډیپلومات ډان براون د افغانستان لپاره د امریکا د نوي شارژدافیر په توګه نومول شوی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سیاسي ماموریت تیره شپه په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې د ډان براون د ټاکنې خبر ورکړ او وویل چې د شارژدافیرې کارن دیکر کار پای ته ورسیده او ورته وداع وویل شوه.
ډان براون د روان کال د نومبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د امریکا د سیاسي ماموریت مرستیال په توګه کار کاوه.
په افغانستان کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته وتړل شو.
په افغانستان کې د امریکا سیاسي ماموریت اوس په قطر کې دی او د افغانستان اړوند چارې له دوحې څخه ترسره کوي.
د سوریې او اسرائیلو وزیرانو سره لیدلي دي

د سوریې با خبره منابعو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر په پاریس کې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو له وزیر سره لیدلي دي.
په دمشق کې د نوي حکومت له تاسیس وروسته دا د اسرائیلو او سوریې د وزیرانو ترمنځ دویمه غونډه ده او په دې وروستیو کې د سوریې په جنوب کې له خونړیو نښتو راهیسې چې اسراییل هم پکې ښکیل وو لومړی دا ډول غونډه ګڼل کیږي.
یوې سوري منبع چې ځان یې امنیتي چارواکی معرفی کړی رویترز ته ویلي چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد شیبانی د تیرې سه شنبې په ورځ پاریس کې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو وزیر ران درمر سره ولیدل او ددواړه خواوو ټیمونو څو ساعته خبرې اترې وکړې.
سوري منابعو دغه راز پرون امریکایي ویب پاڼې میډیا لاین ته هم وویل چې د پاریس خبرې اترې د سوریې د جنوب او د جولان له لوړو څخه د اسراییلو د وتلو په اړه متمرکزې وې.