افغانستان
مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت په اړه راپورونه رد کړل

د طالبانو د حکومت ویاند په افغانستان کې د داعش په ګډون، د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیت خبرونه بېبنسټه وبلل.
ذبیحالله مجاهد تېره شپه پر خپله ایکس¬پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دوی حکومت چا ته "اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي."
تر دې مخکې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف، امنیت شورا ته ویلي وو، چې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي چې ځان ته نور جګړه ماران جلب کړي.
ذبیحالله مجاهد وايي، په افغانستان کې "هيڅ خپلسرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نهلري."
په تېرو درېیو کلونو چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د داعش د خراسان ولایت څانګې په دغه هېواد کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان؛ له ترکمنستان سره ټراسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراخوو

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکمنستان سره ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.
دغه وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،"د ټرانسپورت سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي".
وړاندې د اخندزاده په حواله راغلي چې تر بل هر وخت اوسمهال د کابل او عشق اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره زمنیه برابره ده.
د کابل او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا خبره په داسې حال کیږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له کبله په افغانستان کې د تیلو په ګډون له ایرانه د واردونکو توکو بیې لوړې شوي دي.
د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل شول

د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې په ایکس شبکې،یا پخواني ټویټر کې، په دوو جلا اعلامیو کې لیکلي چې اوه تنه یې په کابل کې د "مخدره موادو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق" په جرم او دوه نور، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په سمنګان ولایت کې د زنا او له کوره د تېښتې په جرم په درو وهل شوي دي.
اعلامیې زیاتوي، د دې کسانو هر یو په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وویل چې د طالبانو لخوا د عامه سزا کارولو کې سږکال د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي او دغه ډول مجازات باید ودرول شي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار بدني سزا غندلي او دطالبانو په حکومت یې غږ کړی چې دا ډول سزا ودروي.
د امریکا په مېجر کرکټ لیګ کې د نور احمد ټیم بریا خپله کړه

نور احمد په تکزاس سوپرکینګز کې لوبیږي. دغه ټیم سیاټل لوبډلې ته ماته ورکړه. تکزاس ۱۵۳ منډې کړې وې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې په ۶۰ منډو اوټ شول.
افغان لوبغاړي نور احمد د خپل ټیم په ګټه په دریو اوورنو کې ۱۸ منډې ورکړې او دری مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.
په میجر لیګ کې بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا په ممبی نیویارک لوبډله کې لوبیږي. هغه خپله وروستۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې خو ټیم یې لوبه وبایلوده.
په مېجر لیګ کې سږ کال د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان نه لوبیږي. راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې د تېرو کلونو په نسبت ښه ونه ځلېد د زیاتو تمرینونو په هدف سږ کال مېجر لیګ ته نه دی تللی.
نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.
د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.
له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.
د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.
روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.
ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.
تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.
دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.
طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.
طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.
قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.
د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.
د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.
قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.
طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.
د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.
اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.