د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

په افغانستان کې ښایي په لسګونو زره مامورین له دندو ګوښه شي


د پوهنې وزارت- کابل
د پوهنې وزارت- کابل

ازادي رادیو ته د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د تشکیل د تنقیصاتو په رسېدلې طرحه کې چې د دوی په حکومت کې یوې سرچینې شریکه کړې راغلي چې دا وزارت تر ۷۹ زره ډېر بستونه تنقیصوي. همداراز په زرګونو مامورین د لوړو زده کړو له وزارته لرې کوي.

د طالبانو حکومت په بېلابېلو ملکي او پوځي ادارو کې د بستونو د تنقیصاتو له پرېکړې وروسته، د ښځینه کارکونکو په ګډون زرګونه کسان دغه بهیر ته برابر کړي دي.

ټاکل شوې ۷۹ زره او ۵۴ کسان چې د دغه وزارت په چوکاټ کې په بېلابېلو بستونو کې به دندو بوخت دي، تنقیص شي
سرچېنې

ازادي راډیو ته د پوهنې وزارت د تشکیل د تنقیصاتو اړوند رسېدلې طرحې کې چې د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې شریکه کړې راغلي، ټاکل شوې ۷۹ زره او ۵۴ کسان چې د دغه وزارت په چوکاټ کې په بېلابېلو بستونو کې به دندو بوخت دي، تنقیص شي.

دا طرحه چې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال لپاره چمتو شوې په کې راغلي، هغه کسان به تنقیص کېږي چې د احتیاط له کوډه یې تنخواګانې ترلاسه کولې، خالي بستونه، د تشکیل مقیده بستونه، تقاعد ته نږدې کسان او هغه کسان په کې شامل دي چې دندې یې د دغه وزارت لومړیتوبونو کې نه دي.

خو یو شمېر دولتي کارکوونکي چې ادارو ته یې د دې تنقیصاتو اړوند رسمي مکتبونه رسېدلي او د تنقیصاتو لېستونه یې برابر شوي، د طالبانو د حکومت دا پرېکړه غیر عادلانه بولي ادعا کوي چې، طالبانو خپل کسان په دې تنقیصونو کې نه دي شامل کړي.

په ننګرهار ولایت کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان اوسنیو اقتصادي حالاتو او د بې کارۍ لوړې کچې ته په کتو به دا چاره ګڼې ستونزې راولاړې کړي:

"دا نن موږ ته مکتوب راورسېده، خو تر اوسه څوک تنقیص شوي نه دي، مګر دا حقیقت دی، هغه کسان چې غیر مسلکي دي لوړې زده کړې نه لري یا په اصطلاح له دوی سره یې په جهاد کې برخې اخیستي هغوی نه لرې کوي، موږ په شان کسان چې مسلکي زده کړې مو کړي موږ لرې کېږو، دا به ډېرې ستونزې جوړې کړي."

په کابل کې د یوې دولتي ادارې کاروونکي چې ده هم د ورته ستونزې موضوع له امله یې نه غوښتل راپور کې یې خپل او د ادارې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل،

" د تنقیص شویو کسانو لېستونه برابرشوی او هر ارګان دا لېستونه د چارو ادارې ته سپارلي، خو یوه خبره د تنقیص په امر کې راغلې چې هغه کسان چې د تصفیې فورمې ولري، یا هغه کسان چې مجاهدین وي، هغوی له دې امره مستثنی دي، یعنې سره له دې چې د دوی د زده کړو کچه ډېره ټیټه ده، نه تنقیصېږي."

د تنقیص شویو کسانو لېستونه برابرشوی او هر ارګان دا لېستونه د چارو ادارې ته سپارلي، خو یوه خبره د تنقیص په امر کې راغلې چې هغه کسان چې د تصفیې فورمې ولري، یا هغه کسان چې مجاهدین وي، هغوی له دې امره مستثنی دي
د دولتي ادارې کارکونکی

دغه شان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د دې وزارت په چوکاټ کې هم له ۱۹زرو بستونوکابو څلور نیم زره یې د تنقیصاتو لېستونو برابر شوي چې په خبره یې ډیره یې مېرمنې دي.

په خوست ولایت کې د شیخ زائد پوهنتون ځینو استادانو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې په دې پوهنتون کې ۱۱۹ استادان او اداري کارکوونکي د تنقیصاتو لېستونو ته برابر شوي چې په خبره یې ډیری د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې لوړې عصري زده کړې لري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پیل کې په دغه پوهنتون کې ۱۷ استادان ځني یوازې له کدري بستونو او ځینې له پوهنتونه منفک کړل، چې وروسته دغو منفک شویو استادانو ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د دوی پر ځای طالبانو خپل پلویان او د مدرسو کسان په دندو ګمارلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو له لوري په تعلیمي بسټونو کې د تنقیصاتو پرېکړه غندلې .

ښاغلي فایق د اپرېل په ۲۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د معاصر تعلیمي نظام د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره د طالبانو هر ډول منظمې هڅې او پر ځای یې د جهادي مدرسو پراخول – هغه که د پوهنې په وزارت کې وي یا د لوړو زده کړو په وزارت کې، د اندېښنې وړ دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا اقدام عادي بللی او ویلي یې دي چې د دوی د حکومت د دې پرېکړې هدف د بیروکراسیو مخنیوی او د تنخواګانو، کارکوونکو او ادارو د ښه مدیریت دی.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه خپره کړې مرکه کې ویلي:

"تنقیض او تضعیف په ادارو کې یو طبیعي امر دی، طباً مسولین کولای شي چې هغه څه عملي کړي چې د ملت په خیر وي، په ځینو بنسټونو خصوصا پوځي برخو کې هم تنقیص راغلی په ملکي برخو کې په ټیټه فیصدي تنقیص عملي کېږي."

دا اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د دولتي کارکوونکو معاشونه ځنډېدلي او ډېری مامورینو خپلو د څو میاشتو تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي.

دغه شان په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یو شمېر دولتي ادارې منحل او ځینې یې تنقیص شوي چې له امله یې زرګونو ملکي کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

یو شمیر دوی په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د خپلو کورونو سرپرستانې دي او له سختې بې وزلۍ او جدي اقتصادي ناورین سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG