د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

په هند کې افغان محصلین؛ حکومت مو ویزې نه تمدیدوي، پولیس مو نیسي او زندان ته مو اچوي


په ۲۰۲۲کال کې په هند کې د افغان محصلینو اعتراض
په ۲۰۲۲کال کې په هند کې د افغان محصلینو اعتراض

یو شمېر افغان محصلین چې هند کې له پوهنتونونو فارغ شوي وايي، د دغه هېواد له خوا د دوی د ویزو د نه تمدیدو له امله پولیسو نیولي او بندیان کړي دي.

دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې د هند له حکومته، په نوي دهلي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له سفارت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ وغوښتل چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.

عمر احمدي چې د هند له بنګلور پوهنتونه د سوداګرۍ د مدیريت (BBA) څخه فارغ شوی وايي، د هند حکومت یې ویزه نه ده ورتمدید کړې چې له امله یې د دغه هېواد پولیسو نیولی او دا مهال په زندان کې دی.

زموږ ویزې ختمې شوې دي فعلا چې د کډوالۍ کارت لرم، خو پولیسو زه نیولی یم، اوس داسې ځای کې يم چې هېڅ یې حساب معلوم نه دی
عمر احمدی

دی وايي، چې د خپلو زده کړو د اسنادو ترلاسه کولو په لټه کې و او د وېزې ترڅنګ يې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د کډوالۍ اسناد هم درلودل، خو پوليسو يې دا اسناد په پام کې نه دي نیولی او دی یې بندي کړی دی.

ده ازادي راډيو ته وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅو کومه پایله نه ده ورکړې:

"زموږ ویزې ختمې شوې دي او د ویزې د نشتون له امله مو ځانونه ملګرو ملتونو دفتر سره ثبت کړل، چې د خپلو اسنادو چارې پر مخ یوسو، فعلا چې د کډوالۍ کارت هم لرم، پولیسو زه نیولی یم، اوس داسې ځای کې يم چې هېڅ یې حساب معلوم نه دی چې څومره وخت به دلته پاتې کېږم، موږ په ځلونو په هند کې د افغانستان سفارت او کونسلګریو سره اړیکې ونیولې، دوی ډېر مسولیت منونکي نه دي او موږ نه درک کوي".

نوموړي زياته کړه، چې هر محصل بايد له پنځو کلونو وروسته د نوې ويزې د ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي، خو ادعا کوي، چې که څه هم د ویزې پای ته یې يو کال پاتې و او د تمديد غوښتنه يې هم کړې وه، د نامعلومو دلايلو له امله يې ويزه نه ده تمديد شوې.

په هند کې یو بل افغان محصل یاسر ملک زاده چې د ده ملګری هم بندي دی، ورته اندېښنه لري.

"دوی دوه ځلې زما ویزه تمدید کړه، فعلا ویزه نه لرم او په کور کې بندي یم، بهر وتلی نه شم، ځکه چې پولیس مې له کوم جرم پرته بندي نه کړي، دا ډېره دردونکې ده، فعلا چې زموږ ملګری زندان کې دی موږ یې هم دردمن کړي یو".

په هند کې دغو افغان فارغ شویو محصلینو او په دغه هېواد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په دې اړه چې په ټوله کې څومره محصلین بندیان شوي،معلومات شریک نه کړل.

دوی د هند له حکومت، په دغه هېواد کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت او له ملګرو ملتونو غواړي چې د ویزود ستونزه یې هوارهکړي.

په هند کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت چارواکو په دغه هېواد کې د دغو افغان فارغ شویو محصلینو د ستونزو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د هند په حیدراباد ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کونسلګرۍ مشر محمد اسماعیل دا خبره تایید کړه.

ویزه نه لرم او په کور کې بندي یم، بهر وتلی نه شم، دا ډېره دردونکې ده چې زموږ ملګری زندان کې دی موږ یې هم دردمن کړي یو
یاسر ملک زاده

“زموږ د افغانانو دا ستونزه موږ په حیدراباد کې د افغانستان کونسلګرۍ ته رسېدلې ده، د دوی شمېر محدود دی، موږ ستونزه په دهلي کې زموږ سفارت سره شریکه کړې، هغوی موضوع د هند د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې او ځواب ته په تمه دي.”

دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې افغان محصلین د ویزو د تمدیدولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي، بلکې تر دې مخکې د ۱۴۰۲ کال د جوزا په میاشت کې د هندي پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلینو پلازمينه کابل کې له دې امله اعتراضونه وکړل.

دوی ویلي وه چې د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي او ټینګار یې کاوه چې له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.

دغه شان د روان کال په سنبلې میاشت کې په هند کې په سلګونو افغان محصلینو چې د استوګنې وخت او ویزې یې پای ته رسېدلې وې، په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي.

دوی ویلي وه، دا چې د هند حکومت یې ویزې نه تمدیدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې او له بله پلوه د هند حکومت یې مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي.

د هند په پوهنتونونو کې افغان محصلین وايي، د بېکارۍ د کړکېچ او د ځوانانو پر وړاندې د ستونزو له امله دوی بیا افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري او هڅه کوي چې د خپلو زده کړو د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، بل هېواد ته ولاړ شي او د خپل مسلک له لارې د ځان او کورنۍ لپاره نفقه وګټي.

هند کابو درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، نه یوازې په کابل کې یې خپل سفارت وتاړه، بلکې افغانانو ته یې په انلاین ډول د ویزو ورکړه هم بنده کړه.خو دغه هيواد د ۱۴۰۳ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې دوی افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیل کړې، چې دا اقدام د افغان سوداګرو او محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG