د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۵

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په زیاتیدو دی


Combo Image of India and Pakistan flags
Combo Image of India and Pakistan flags

د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په پهلګام کې د سې شنبې د ورځې تر برید وروسته اړیکي کړکیچن شوې دي. په کشمیر کې د نښتې راپورو ورکړل شوی دی او پاکستان خبرداری ورکړی دی چې هند دې د اوبو له تړون څخه نه بهر کیږي.

هندي پولیس او پوځیان نن د هند تر واک لاندې کشمیر کې کورونه او ځنګلونه پلټي او هڅې کوي چې په پهلګام کې د ترسره شوي برید عاملان پيداکړي او ونیسي.

د سې شنبې په ورځ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو نژدې شپږ ویشت تنه ووژل. هند په غیر رسمي ډول پاکستان تورن کړی چې په دې ترورستي برید کې لاس لري.

په دې ترڅ کې د هندي چارواکو نن وویل چې د کشمیر په متنازعه سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لنډه نښته شوې ده.

اسوشیتد پریس اژانس د دریو هندي افسرانو په وینا ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو په سپکو وسلو تیره شپه د هندي ځواکونو پر مورچو ډزې وکړې چې هندي پوځیانو ځوابي برید وکړ او تر اوسه یې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د دې نښتې راپور نه تایید کړ او نه یې رد کړ. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان خبرې کنفرانس ته وویل چې دې ته انتظار کوي چې پوځ دا پښه رسما تایید کړي.

بل لور ته د پاکستان مشرانو جرګې یوه لایحه منظور کړه چې پکې ویل شوې دي، که د هند له لوري د اوبو د مخنیوي او یا هم د پوځي اقدام هڅه وشي نو سخت ځواب به ورکړل شي.

د پاکستان مشرانو جرګې د پهلګام په برید کې د خپل هیواد لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې اسلام اباد د ترهګرۍ خلاف دی.

د پاکستان د مشرانو جرګې په غونډه کې اسحاق ډار چې د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دی، وویل چې هند باید په شپيتمو کلونو کې د اوبو له شوي تړون نه بهر نه شي او که څوک دا تړون ماتوي دا به جګړې ته د رابللو په معنی وي. هند په پهلګام کې تر برید وروسته وویل چې دا تړون ځنډوي.

که څه هم هند د پهلګام په پیښه کې په رسمي ډول پاکستان نه دی تورن کړی خو د پنجشبې په ورځ په کشمیر کې پولیسو په دې برید کې څلور تنه تورن کړل او د هغوی له ډلې یې د دریو رسم شوې څيرې له رسنیو سره شریکې کړې، په دوی کې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پولیسو په وینا دوه تنه یې پاکستانیان دي او ټول د پاکستان د لشکر طیبه ډلې غړي دي.

هندي پولیسو د دغو کسانو په هکله د معلوماتو په بدل کې د نژدې ۲۵ زرو امریکايي ډالرو انعام ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG