د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې د اپریل په ۲۲ مه د ترهګرو په برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.
هند پاکستان تورنوي چې د کشمیر په شخړه کې یې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې د دوشنبې په ورځ وویل:
« دا احتمال شته چې هند هڅه وکړي، پر پاکستان برید وکړي او جګړه پيل شي. دا یو احتمال دی، ډير ښکاره او واضح احتمال، د ردیدو نه دی»
خواجه اصف بیا وویل موږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي، ځکه چې دا موضوع اوس قریب الوقوع ښکاري. نو په داسې حالت کې باید ځینې ستراتیژیکي پرېکړي وشي او دغه پرېکړې شوې دي.
خواجه اصف څرګنده کړه چې د هند له خوا د جګړې نښې زیاتې شوې دي او د پاکستان پوځ حکومت ته د احتمالي برید راپور ورکړی دی. هغه نور جزئیات ورنه کړل چې ولې یرغل قریب ګڼي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د دوی پوښتنو ته په دې اړه تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
د پهلګام تر برید وروسته، هند وویل چې دوه مشکوک برید کوونکي پاکستانیان وو. پاکستان دا تورونه رد کړي او د یوې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
خواجه آصف وویل، پاکستان په لوړه کچه د تیارسی په حال کې دی خو اټومي وسلې به یوازې هغه وخت وکاروي، کله چې د هېواد بقا ته مستقیم ګواښ متوجه وي.
ښاغلي اصف زیاته کړه چې اسلاماباد له دوستو هېوادونو لکه د خلیج هېوادونو او چین سره اړیکه نیولې، او همداراز یې بریتانیا، امریکا او نورو ته هم د وضعیت په اړه وضاحت ورکړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د خلیج ځینو عرب هیوادونو له دواړو لوریو سره خبرې کړې دي. د پاکستان دفاع وزیر د دغو هیوادونو نومونه یاد نه کړل.
چین د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې دې له زغم څخه کار واخلي.
خواجه اصف وویل، امریکا تر اوسه په دې مساله کې له مداخلې ځان ساتلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ ویلي و، چې هند او پاکستان به خپله ستونزه حل کړي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا وروسته وویل چې له دواړو اړخونو سره تماس لري او هغوی هڅوي چې د یوې "مسؤلانه حل لارې" په لور ګام واخلي.